د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا تر ټولو قیمتي الوتکو پرواز وځنډول شو


تیره میاشت د سپټمبر په ۲۸مه د جنوبي کارولینا په ایالت کې د نړۍ تر ټولو قیمتي جنګي الوتکه (ایف ۳۵) ولویدله او په بشپړه توګه له منځه لاړه. پینټاګون له دغې پیښې وروسته د ایف ۳۵ الوتکو په پرواز باندې بندیز ولګولو او وویل چې انجینران دې د ټولو دغه ډول الوتکو تخنیکي څیړنه وکړي چې د سقوط علت یې معلوم شي.

داسې ویل کیږي چې د دغو الوتکو د تیلو په هغه ټیوب کې ستونزه ده چې د الوتکې له ټانکۍ څخه نورو برخو ته غځیدلی دی.

دا لومړۍ ځل دی چې د نړۍ تر ټولو قیمتي جنګي الوتکه(ایف ٣٥) سقوط کوي.

د ایف ۳۵ الوتکو د پروګرام مسئول، جو دیلا ویدوو،وایي چې د ایف ۳۵ الوتکو په پرواز باندې د امریکا نړیوالو ملګرو هم بندیز لګولی تر څو د دې الوتکو د تیلو ټیوبونه د ستونزو لپاره وپلټي او نوي کړای شي. هغه زیاته کړه چې د دغو ټیوبونو د بدلولو وروسته به دغو الوتکو ته د پرواز اجازه ورکړل شي.

د پنټاګون امار ښیي چې دغه الوتکې دبرتانیې او اسرائیل په شمول د امریکا ډیرو ملګرو هیوادونو ته لیږدول شوي دي.

د برتانیې د دفاع وزارت وایي چې د پنټاګون فیصلې د دوي پر پالیسۍ کوم تاثیر نه دی درلودلی او د دغو الوتکو ځینې پروازونه یې یواځې ځنډولي دي.

د اسرائیل نظامي چارواکي وایي چې دوي د ایف ۳۵ الوتکې پروازونه درولي نه دي خو د احتیاط لپاره یې د دغو الوتکو ارزونې پیل کړې دي.

د امریکا سمندري ځواکونو د لومړي ځل لپاره د ایف ۳۵ الوتکې په مرسته په افغانستان کې طالبان په نښه کړل چې یوه ورځ وروسته همدغه ډول یوه الوتکه د امریکا په جنوبي کارولینا کې ولویده.

د ایف ۳۵ الوتکي د پرواز پر مهال
د ایف ۳۵ الوتکي د پرواز پر مهال

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس امر کړی چې د روان کال تر پایه دي لږ تر لږه اتیا سلنه ایف ۳۵ الوتکې د پرواز لپاره چمتو کړی شي.

د ایف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو پروګرام په ۱۹۹۰مه لسیزه کې پیل شو چې تر دا مهاله یې ټول مصرف ۴۰۰ میلیارده ډالر و او داسې اټکل کیږي چې د ۲۰۷۰ کال پورې به یې مصرف ۱.۵ تریلیون ډالرو ته ورسیږي.

ددغې برنامې ملاتړي د ایف ۳۵ الوتکې ځینې ځانګړتیاوې لکه د رادار نه د پټېدلو ټکنالوژي، چټک پرواز او تیز رفتار سر بیره د هغو بیلابیو سنسرونو څخه خوشحاله دي چې پیلوټ ته په بیساري ډول معلومات وړاندې کوي.

ددې هر څه سربیره ددغې الوتکې تولید د بودجې د نشتوالي له وجې په وار وار ځنډیدلی دی.

XS
SM
MD
LG