د لاس رسي وړ اتصالات

د فیسبوک رییس مارک زوکربرگ د سناتورانو پوښتنې ځوابوي


مارک زوکربرگ د سنا مجلس د عدلیې او سوداگرۍ کمېټو گډې استماعیه غونډې ته ور روان دی.
مارک زوکربرگ د سنا مجلس د عدلیې او سوداگرۍ کمېټو گډې استماعیه غونډې ته ور روان دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو کانگرس د فیسبوک اجرائیه رئیس مارک زوکربرگ یوې استماعیه غونډې ته وربللی دی چې له هغه څخه د فیسبوک په اړه د اندیښنو سپیناوی وغواړي.

په متحده ایالاتو کې د ټولنیزو رسنیو په خدماتو او د کارونکو د معلوماتو د خوندي توب په اړه جدي اندیښنې مطرحه شوي. په تلویزیونو کې د ماشومانو دپاره بی ضرورته اعلانونه، په یوټیوب کې د کم عمره ماشومانو دپاره ناسمې ویدیوګانې او په اجتماعي شبکو کې د کارونکو د خصوصي معلوماتو د رسوایي په اړه پوښتنې کیږي.

د فسبوک اجراېیوي مشر مارک زکربرګ، د (سه شنبې اپریل۱۰ او چهارشنبې اپریل۱۱) د سنا مجلس عدلیي کمیټې او د استازو جرګه ګۍ ته د استجوابیه غونډې مخکې، د دوشنبې په ورځ (اپریل۹) د کانګرس د یو شمیر غړو سره پټه لیدنه کړې. د فسبوک د رئیس نه به د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې لخوا د دی ټولنیزې رسنۍ په استعمال هم پوښتنې وشي.

د سنامجلس د سوداګرۍ د کمیټې جګپوړی دیموکرات بیل نیلسن پدې باور دی چې د فسبوک اجرایې رئیس مارک زکربرګ د کانګرس استحوابیه غونډه جدي نیسي – ځکه زکربرګ پوهیږي چې پدې ارتباط خلک ډېر جدي دي.

سناتور نیلسن وویل زکربرګ ته يي وویل چې څه باید وشي ترڅو په راتلونکې کې لدې ټولنیزې رسنۍ کار واخستل شي. او دا يي هم ورته ویلي چې د ولادمیرپوتین په څير مخالفین امریکا په پوځي لحاظ نشي ماتولی، خو په سایبري ډګر کې تر امریکا مخکې دي.

XS
SM
MD
LG