د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک، ټویټر او یوټیوب د ټرمپ ویډیو لرې کړه 


فیسبوک د چهار شنبې په ورځ اګست ۵ (زمري ۱۵) د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو ویدیویي پست لرې کړ او ویې ویل چې د ښاغلي ټرمپ دغه پست د کروناویروس په اړه ناسم معلومات درلودل او د یاد شرکت قوانین یې نقض کړي وو.

په دې پست کې له فاکس شبکې سره د ټرمپ د مصاحبې یوه برخه وه چې په هغه کې نوموړي ادعا کړه وه چې ماشومان تقریبا له کوویډ۱۹ څخه خوندي دي.

فیسبوک ویلي: " دا ویډیو له کوویډ ۱۹ څخه د یو ډله کسانو د خوندیتوب په اړه ناسم معلومات لري چې دا د کوویډ ۱۹ په اړه د ناسمو معلوماتو په اړه زموږ د پالیسۍ نقض دی."

دا لومړی ځل دی چې فیسبوک د کرونا ویروس په اړه د ناسمو معلوماتو له امله د ښاغلي ټرمپ یو پست لرې کوي.

ټویټر هم همدغه ویډیو چې د ټرمپ د کمپاین له خوا خپره او د ښاغلي ټرمپ له خوا نشر شوې وه ، د یادې شبکې د قوانینو د نقض له امله پټ کړی دی.

د ټویټر ویاند ویلي، د ټرمپ د ټویټر اکونټ @TeamTrump باید له بل ټویټ مخکې دغه پست لري کړي.

ټویټر له دې وړاندې هم د مختلفو دلایلو له امله د جمهور رئیس ټرمپ ټویټونه حذف کړي دي.

د یوټیوب ویاند هم ویلي چې یادې شبکې دغه ویډیو د کوویډ ۱۹ په اړه د غلطو معلوماتو له امله او د یاد شرکت د پالیسۍ د نقض له امله لرې کړېده.

خو اصلي او بشپړه مرکه اوس هم د فاکس خبري شبکې د یوټیوب په چینل کې موجوده ده.

د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ویاند کورنتني پریلا ټولنیزې رسنۍ د جمهور رئیس ټرمپ په وړاندې په تعصب تورنې کړي:" ټرمپ واقعیت ویلی دی. ټولنیزې رسنۍ د حقیقت حکمونه ندي."

له دې وړاندې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، که څه هم اکثریت د ډیر عمر کسان په کرونا ویروس اخته کیږي خو یو شمیر ماشومان او نوې زیږیدلي ماښومان هم په کرونا ویروس اخته شوي او کولای شي ویروس نورو ته انتقال کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د فبروري له ۲۴ څخه بیا د جولای تر ۱۲ نیټې پورې د کرونا ویروس د شپږ میلیونو ناروغانو څخه ۴.۶ سلنه ماشومان دي چې پنځه تر څوارلس کاله عمر لري.

داسې ښکاري چې ټولنیزو رسنیو د لومړی ځل لپاره د غلطو معلوماتو د قانون د نقض له امله د جمهور رئیس ټرمپ پست لرې کړی دی.

په دې وروستیو کې یو شمیر قانون جوړونکو او د فیسبوک کارکوونکو د جمهور رئیس ټرمپ د تحریک آمیزه پستونو په وړاندې د نه اقدام له امله پر فیسبوک انتقادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG