د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ تلفات، اقتصادي زیانونه او آینده پلانونه


په ځینو هېوادونو کې د کرونا له کبله لګول شوي محدودیتونه کم شوي
په ځینو هېوادونو کې د کرونا له کبله لګول شوي محدودیتونه کم شوي

د کروناویروس د یکشنبې تر سهار (امریکا په وخت) مۍ ۳ (غوايي۱۴) په ټوله نړۍ کې ۲۴۴۱۲۲ کسان مړه کړي او څه باندې ۳.۴۴ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته شوي دي.

په دغه راپور کې د بېلابېلو هېوادونو د تلفاتو، آینده پلانونه او اقتصادي زیانونو په اړه لنډ معلومات درکوو.

متحده ایالتونه

کروناویروس د بل هر هېواد په پرتله په متحدو ایالتونو کې ډېر کسان مړه کړي چې شمېر یې څه باندې ۶۶۳۰۰ کسان دي. تر ټولو ډېر یې په نیویارک کې مړه کړي چې نژدې ۱۸۵۰۰ کسان دي.

د نیویارک والي اندریو کامیو د ښارونو او کاروبارونو د بیا پرانیستلو غوښتنه غیرعاقلانه بللې ده. وايي پوهیږي چې خلک بېکاره شوي او له اقتصادي پلوه ځپل شوي دي، خو د کروناسره مبارزه تر ټولو مهمه ده.

لاتینه امریکا

برازیل: دوې مېرمنې د کرونا له کبله د خپل مړ شوي عزیز په جنازه کې
برازیل: دوې مېرمنې د کرونا له کبله د خپل مړ شوي عزیز په جنازه کې

کرونا په لاتینې امریکا کې بیا تر ټولو ډېر ۶۷۶۱ کسان په برازیل کې مړه کړي. د برازیل د ماناوس په زندان کې په کروناویروس د اخته کېدو له ویرې زرګونو بندیانو مظاهره کړې وه او د لږ وخت لپاره یې د زندان اوه ساتونکي هم یرغمل کړي وو.

په مکسیکو کې چې کرونا په کې تر دې دمه ۲۰۶۱ کسان مړه کړي، سلګونو کورنیو په کرونا ویروس د خپلو اخته عزیزانو د برخلیک معلومولو لپاره مظاهرې کړې وه. دوی له هغه وروسته مظاهره وکړه چې په روغتونونو کې د ګڼو مړه شویو کسانو تصویرونه خپاره شول.

اروپا

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن چې له کرونا کړېده، د دغه هېواد حکومت وار د مخه یو پلان جوړ کړی و که ښاغلی جانسن مړ شي، باید څه وکړي. نوموړي ( د سن) ورځپاڼې ته دا خبره کړې ده.

کرونا تر دې دمه په برتانیا کې ۲۸۱۳۱ کسان مړه کړي‌ دي. برتانیا په اروپا کې په ايټالیا پسې دویم هېواد دی چې ډېر تلفات لري.‌ ایټالیا کې تر دې دمه ۲۸۷۱۰ تنه مړه شوي دي.

د هسپانیا د عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې هلته ۲۵۲۶۴ کسان مړه شوي دي. هسپانیا غټانو ته د باندې تګ اجازه ورکړې. هسپانیا د قرنطین شرایط ورو-ورو نرموي.

هسپانیا د کرونا له کبله ځینې لګول شوي محدودیتونه کم کړي
هسپانیا د کرونا له کبله ځینې لګول شوي محدودیتونه کم کړي

په هسپانیا پسې فرانسه ده چې ۲۴۷۰۰ تلفات لري.

په روسیه کې بیا په یوه ورځ ۱۰۶۳۳ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي. دغلته کرونا تر دې دمه ۱۲۸۰ تنه مړه کړي او ۱۳۴۶۸۷ نور پرې اخته دي.

آسیا

جاپان چې په ټول هېواد کې یې اضطراري حالت اعلان کړی و، د قرنطین محدودیتونه آهسته آهسته لېرې کوي او په پام کې ده چې پارکونه او موزیمونه بېرته پرانیزي. خو د ماسکونو تړل او د یو بل څخه فاصله باید په پام کې وساتل شي. د کرونا له کبله په جاپان کې ۴۷۴ تنه مړه شوي.

سینګارپور بیا پلان لري چې نور هم خپل صنعتي فعالیتونه او کاروبارونه پرانیزي. دغلته کرونا ۱۷ تنه مړه کړي او د قرنطین شرایط هم نرم شوي.

په هند کې د دغه هېواد د پوځ الوتکو په لسګونو ښارونو کې پروازونه وکړل او د ډاکټرانو او نورو روغتیایي کارکوونکو څخه یې مننه وکړه چې د کروناویروس سره په مبارزه کې تر ټولو مخکې دي. کرونا په هند کې ۱۳۲۳ تنه مړه کړي.

آسترالیا

په آسترالیا کې د کرونا له کبله تر دې دمه ۹۵ تنه مړه شوي دي. آسترالیا ځینو روغتونونو ته اجازه ورکړي‌ چې غیر ضروري عملیاتونه هم وکړي. آسترالیا هڅه کوي چې د قرنطین شرایط څه ناڅه نرم کړي.

آسترالیا سره نژدې نیوزلنډ کې چې کرونا په کې تر دې دمه ۲۰ تنه مړي کړي‌ خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې له رستورانتونو څخه ډوډۍ او د خپلې خوښې خواړه وپېري‌ او له ځانونو سره یې کورونو ته یې یوسي.

منځنی ختیځ‌ او افریقا

ایران پلان لري په هغو سیمو کې چې کروناویروس په کې خپور شوی نه دی، جوماتونه او ښوونځي بېرته پرانیزي. حکومت د قرنطین د محدودیتونو په کمولو کار کوي. کرونا ایران کې څه باندې ۶۲۰۰ کسان مړه کړي.

د متحدو عربو اماراتو په ابوظبهۍ کې تجارتي مارکیټونه د محدودو پېردونکو لپاره بېرته پرانیستل شوي دي. متحده عرب امارات هم محدودیتونه کموي. دغلته کرونا تر دې دمه ۱۲۶ کسان مړه کړي دی.

په نړیوال اقتصاد د کروناویروس اغیز

د کرونا له کبله د ټولو نړیوالو هوايي شرکتونو کاروبارونه بند شوي دي
د کرونا له کبله د ټولو نړیوالو هوايي شرکتونو کاروبارونه بند شوي دي

د کروناویروس د خپرېدو را وروسته په نړۍ کې ټول لوی او واړه سوداګریز فعالیتونه وځنډول شول.د کرونا له کبله نړیوال پروازونه بند شوي، لوی صنعتي شرکتونه تړل شوي او میلیونونه انسانان بېکاره شوي دي.

که څه هم لا د کرونا له کبله په نړۍ کې د اقتصادي زیانونو اندازه معلومه نه ده، خو نړیوال پانګوال په دې باور دي چې کرونا نړۍ بدله کړې ده.

امریکايي میلیارد وارن بوفیت وايي‌ چې کرونا د هغه اقتصاد او پانګونه زیانمن کړي دي.

د هغه شرکت برکشیرهاتاوای په اپریل کې د امریکا د متحدو ایالتونو په څلورو سترو هوایي شرکتونو کې خپلې ټولې ونډې وپلورلې. وارین وايي نړۍ د نړیوالو شرکتونو لپاره بدله شوه.

له هغه وروسته چې ولسمشر دونالډ ټرمپ بیا په چین باندې د تعرفو د لوړولو ګواښ وکړ، په خلیج کې د یکشنبې په ورځ د ونډو اکثریت بازارانو راولویدل، تر ټولو ډېر په سعودي کې ونډې راولوېدې.

د آسترالیا مرکزي بانک اټکل کړی دی سږکال به یې اقتصادي تولید د څومیاشتو مخکې په پرتله دوه برابره کم وي.

XS
SM
MD
LG