د لاس رسي وړ اتصالات

نامتو افغانه هنرمنده حمیده عبدالله له وطن او هنره لیرې ژوند ته خفه ده


حمیده عبدالله
حمیده عبدالله

په سویډن کې کډواله د افغانستان نامتو هنرمنده حميده عبدالله چې په "شيرين ګل پرسوز" مشهوره ده، وايي له خپلو هېوادوالو او هنر څخه د لیرې کېدو له کبله سخته ځوریږي.

د افغان سينما او تياتر دغه مشهوره څېره شپږ زامن او اته لمسيان لري، خو له کلونو راهیسې د سویډن په یوه کوچني ښار کې یوازې ژوند کوي. د هغې ټول زامن په سویډن او نورو اروپایی هېوادونو کې په خپل کار او روزګار پسې تللي دي.

حميده عبدالله د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له افغانستان څخه ووتله. دا وايي دوه لسیزې یې د خپل وطن او خلکو په اړه په اندېښنه کې تیرې کړي دي.

هغه وايي چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ته سخته اندېښمنه ده.

حمیده عبدالله سویډن ته له کډوالۍ وروسته هیڅ هنري کار نه دی کړی. د دغې افغانې هنرمندې د اوسني ژوند په اړه رپوټ دلته وګورئ.

XS
SM
MD
LG