د لاس رسي وړ اتصالات

نا امنیو په فراه کې په لسگونو ښوونځي وتړل


د فراه د پوهنې رئیس وایي، زیات شمیر زده کوونکو او ښوونکو ته د تلیفون له لارې د مرگ گواښونه شوي دي - عکس: ارشیف
د فراه د پوهنې رئیس وایي، زیات شمیر زده کوونکو او ښوونکو ته د تلیفون له لارې د مرگ گواښونه شوي دي - عکس: ارشیف

د فراه ولایت د پوهنې رئیس محمد صابر فاروقي وایي د وسله والو طالبانو گواښ د دې سبب شوی چې پشت کوه، شیب کوه او لاش جوین ولسوالیو ټول ښوونځي په داسې وتړل شي چې دا ولسوالۍ تر څو میاشتو دمخه پورې امنې سیمې گڼل کیدې.

ښاغلی فاروقي وایي دا پیښه په داسې حال کې رامنځ کیږي چې د فراه په ولایت کې په ښوونځیو کې د وروستیو ازموینو وخت دی او په لسگونو زره زده کوونکي له لوست او زده کړو څخه محروم شوي دي.

د فراه ولایت د پوهنې رئیس دا هم وایي چې ددغو سیمو زیات شمیر زده کوونکو او ښوونکو ته د تلیفون له لارې د مرگ گواښونه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې " د شیب کوه، پشت کوه او لاش جوین درې ولسوالۍ له گواښ سره مخامخ شوي خو د نیکه مرغه د لاش جوین ولسوالۍ خلکو د گواښونو پر وړادنې مقاومت کړی او نارینه او ښځینه ښوونځي پرانستي دي."

ښاغلی فاروقي وایي د شیب کوه او پشت کوه ولسوالیو ښوونځي هم په کلي توگه نه دي تړل شوي خو ټول شاگردان له ډار څخه ښوونځیو ته نه ځي که څه هم چې طالبان عملا سیمې ته نه دي راغلي او لیکلي گواښونه یې هم نه دي ښوونځیو ته نه دي ورکړي خو تلیفوني گواښونه شوي دي.

ښاغلی فاروقي د فراه ولایت مرکز ته څیرمه د څه کم شلو ښوونځیو د تړلو کیدو خبر هم ورکوي او وایي چې د ولسي شوراگانو په مرسته توانیدلی چې یواځې څلور ښوونځي د راتلونکی شنبې له ورځې څخه پرانستل شي.

له بلې خوا د دغو سیمو کورنۍ په فراه کې له دولتي مقاماتو څخه غواړي چې امنیت ته پاملرنه وکړي او ښوونځي فعال کړي چې اولادونه یې د تعلیم له نعمت څخه بې برخې نه شي.

د فراه ولایت مرستیال والي یونس رسولي بیا وایي چې هڅه کوي د دیني عالمانو او متنفذینو د منځگړیتوب او د دولت له مخالفینو سره د خبرو له لارې ښوونځي بریته فعال کړای شي.

د فراه ولایت د پوهنې د مسؤلینو اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې طالبانو تر اوسه په رسمي توگه د ښوونځیو د تړلو مسؤلیت نه دی منلی.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال خلیل نورزایي

XS
SM
MD
LG