د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه دیني عالمانو پر خلکو غږ کړی چې خپل ماشومان واکسین کړي


د فراه د عالمانو شورا وايي، د شریعت له پلوه ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ورکول ستونزه نه لري.
د فراه د عالمانو شورا وايي، د شریعت له پلوه ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ورکول ستونزه نه لري.

له وړاندې هم د فراه یو زیات شمیر دیني عالمانو پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال ګڼلی و، خو دا ځل د دې ولایت د عالمانو شورا، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د ورکولو سپارښتنه کړې.

د فراه د عالمانو شورا رئیس مولوي غلام محمد روحاني امریکا غږ اشنا ته وویل، د شریعت له مخې ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ورکول ستونزه نه لري او د فراه ولایت له اوسیدونکو څخه یې وغوښتل، چې دغه واکسین پر خپلو ماشومانو تطبیق کړي.

د ښاغلي روحاني پر وینا، ګوزڼ ډیره خطرناکه او ساري ناروغۍ ده، که چیرې کوم ماشوم ته د پولیو واکسین نه ورکولو له امله، ګوزڼ ناروغۍ ور پیښه شي، پړهبه یي په دنیا او اخرت کې د کورنۍ د مشرانو په غاړه وي.

هغه وویل "د نړۍ ټولو اسلامې هېوادونو لویو دیني علماو او د افغانستان ټولو دیني عالمانواو همداشان د علماو شورا ریاست، ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو حکم کړۍ. زه د ټولو مسلمانانو څخه غواړم، چې خپل ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي، ځکه ګوزڼ په ډیره لوړه کچه تباه کوونکي او ساري ناروغې ده. "

د فراه ولایت نور مخکښ او لوی دیني عالمان هم ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو امر کوي.

مولول حبیب الله اخوند له امریکا غږ آشنا سره په خبرو کې، ماشومانو ته واکسین یو ضروري کار وباله او ویې ویل "پولیو واکسین د ماشومانو لپاره ډیره ګټه لري او ماشومان د فلج ناروغۍ څخه ژغوري، اسلام پر ټولو مسلمانانو امر کوي، چې د ناروغیو پر وړاندې خپله درملنه وکړي، نو ځکه موږ پر ټولو مسلمانانو غږ کوو، چې خپل ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي."

په همدې حال کې د دغه ولایت مدني فعالین د پولیو واکسین په اړه د فراه د عالمانو شورا مشر او نورو دیني عالمانو له مثبت نظر څخه تود هرکلی کوي.

دوی وايي، د فراه ولایت اوسېدونکي مذهبي خلک دي او دیني عالمانو ته خاص درناوی لري، نو ځکه د پولیو واکسین په اړه د دیني عالمانو سپارښتنو ته خلک په ښه نظر ګوري.

د فراه یو تن مدنې فعال محمد صادق سعدي امریکا غږ آشنا ته وویل "فراه مذهبي ولایت دی، دلته دیني عالمان د مشوري په برخه کې ستر او قاطع رول لري، خلک د هر کار په کولو کې پنځه وخته د ملایانو څخه مشوري اخلي، که چېرې د پولیو واکسین په اړه د دیني عالمانو مشوري کلیوالو ته ورسیږي، نو د پولیو واکسین پر وړاندې به ټولي شته ستونزی حل شي."

روغتیایي کار پوهان وایي، که چېرې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته هر ځل د پولیو دوه څاڅکې واکسین ورکړل شي، د تل لپاره به ماشومان د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG