د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه د پولیو واکسین پر وړاندې امنیتي ننګونې


د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالجبار شایق وایي د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونه د فراه په ښار او نږدې ولسوالیو کې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکې ورکوي.

ښاغلی شایق وایي په هغه ولسوالیو او سيمي چې ډیري نا امنه دي، هلته یواځي په روغتیایي مرکزونو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کیږي، ځکه ګرځنده کمپاینونو ته د دولت وسله والو مخالفینو لخوا د کور په کور ګرځيدو اجازه نه ورکول کیږي.

هغه وویل: "د دوشنبي ورځ په ټوله فراه کې د پولیو واکسین شروع شو، او موږ په پلان لرو چې دوه لکه او اته زره د ټیټ عمر ماشومان واکسین کړو."

بل خوا د فراه مرستیال والي مسعود بختور هم د فراه په نا امنه سيمو کې د ګوزڼ واکسین پر وړاندې شته ننګوني مني، خو وایي دا چې د پولیو واکسین ازاده کړای شو، نو دا هم لویه لاسته راوړنه ده. نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د دې ملي کمپاین مخه دې نه نیسي: "له بده مرغه څه باندې شپږ میاشتي زموږ ماشومان په بشپړه توګه له واکسین څخه بی برخي وه، او اوس د خوشحالۍ خبره ده چې حد اقل روغتیایی کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې د نا امنه سیمو روغتیایي مرکزونو ته د پولیو واکسین انتقال کړي."

په همدې حال کې د فراه ولایت مدني فعالین هم د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو پر وړاندې د مخالفتونو پای ته رسېدو غوښتونکي دي. د فراه یو مدني فعال نقیب الله نیکمل پدې اړه وايي: "په هغه سیمو کې چې وسله والو طالبان واکمن دي، د پولیو واکسین د تطبیق اجازه نه ورکوي، نو په راتلونکي کښې د فلج ناروغۍ خپریدو مسوولیت به هم د طالبانو پر غاړه وي".

خو د فراه ولایت اوسیدونکي بیا ددې ستونزي د حل کولو په موخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو د همکارۍ غوښتونکي دي، ځکه په وینا یي یو خوا پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال دی او د فلج ناروغۍ یواځنې درمل یوازې همدا د پولیو واکسین دی.

XS
SM
MD
LG