د لاس رسي وړ اتصالات

اف بي آې: د نیو اورلینس د 'ترهګریزې' پېښې بریدګر یوازې و


یو پولیس افسر د پېښې په ځای کې ولاړ دی.
یو پولیس افسر د پېښې په ځای کې ولاړ دی.

د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتي‌ اداره (اف بې آې) وايي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ورځ د موټر د ترهګریز برید عامل په یوازې ځان دا کار کړی او د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې (داعش) څخه یې الهام او انګیزه اخیستې وه.

بریدګر د لویزیانا ایالت د نیواورلینس په سیمه کې په خلکو موټر وخېژوه او لږ تر لږه ۱۴ تنه یې ووژل.

تر دې مخکې مقاماتو ویلي وو چې د دې امکان په اړه تحقیقات کوي، له بریدګر سره په دې برید کې بل چا هم همکاري کړې ده که نه.

د اف بي آې چارواکو د پنجشنبې په ورځ جنورۍ دویمه (مرغومې۱۳) خبریالانو ته په دې اړه د خپلو تحقیقاتو په اړه معلومات ورکړل. مقاماتو د «ترهګریز عمل» په توګه د دغې پېښې په اړه تحقیقات کوي.

د اف بي آې د تروریزم د مخنیوي د څانګې یو مسئول کریستوفر رایا خبري کنفرانس ته وویل چې له سلګونو مرکو، ارزونو، د بریدګر تیلیفوني مکالمو، ټولنیزو رسنیو د حسابونو او برېښنايي وسائیلو ته په کتو تر دې دمه «ډاډه یو چې (دې قضیې کې) نور همکاران» نه شته.

د دغه ۴۲ کلن بریدګر نوم شمس الدین جبار ښودل شوی، د امریکا د تکساس ایالت اوسېدونکی و او د متحدو ایالتونو په پوځ کې یې هم دنده ترسره کړې وه.

ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې دا برید اورلینس نه شي ماتولای. نوموړي تېره ورځ وویل: «په نړۍ کې ډېر خلک له اورلینس سره د هغه د تاریخ، فرهنګ او د خلکو له کبله یې مینه کوي.»

هغه زیاته کړه: «موږ پوهېږو چې دغه کس په ښار کې یو خطرناک عمل وکړ، خو زموږ د نیو اورلینس روحیه به هېڅ وخت او هېڅکله ماته نه شي. تل به ځلېږي.»

د سه شنبې په ورځ تر برید مخکې جبار د خپل فیسبوک په حساب کې پنځه ویدیوګانې خپرې کړې وې چې مخاطبان یې خپله کورنۍ وه. ده د برید ځای ته په لار دا ویدیوګانې خپرې کړې او ځان یې د داعش له ترهګرې ډلې سره تړلی بللی و.

افې بي آې وايي له برید وروسته یې د هغه په موټر کې د داعش ډلې بیرغ هم موندل شوی دی. رایا وویل: «دا د ترهګرۍ یو عمل و. له مخکې پلان شوی و او وحشي عمل و.»

نوموړي وویل چې بریدګر پلان لره چې خپله کورنۍ او عزیزان ژوبل کړي، خو اندېښنه یې لرله چې رسنۍ به بیا دا پېښه څنګه ارزوي. رایا وویل: «هغه ۱۰۰ فیصده له داعش څځه انګیزه اخیستې وه.»

د لویزیانا د نیو اورلینس په کومه سیمه کې چې برید شوی، هلته رستورانتونه او مۍ خانې زیات دي او په نوي کال کې په کې ډېره ګڼه ګوڼه وي.

بریدګر په خلکو د موټر له خېژولو وروسته له خپل موټر څخه ښکته شوی او له پولیس افسرانو یې سره د ډزو تبادله هم کړې او بیا پولیسو وواژه. مقامات وایي چې په پېښې کې دوه پولیس هم ژوبل شوي، خو وضعیت یې ښه دی.

د دغه راپور ځینې معلوماتو له اسوشیتډپرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG