د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا د پاکستان غړیتوب وځنډاوه 


د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) نن د چهارشنبې په ورځ اپریل ۷ (وري ۱۸) د پاکستان غړیتوب وځنډاوه او د فیفا کمیټې ته یې امر وکړ چې د پاکستان د فوټبال د ملي فدراسیون له مقر څخه ووځي.

د پاکستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۱۹ کال راهیسې د فیفا له لورې د یوې ټاکل شوې کمیټې له خوا اداره کیده، خو ددغې کمیټې غړي تیره اونۍ د یوې ډلې په واسطه د لاهور له دفتر نه وایستل شول.

فیفا د سویس په زوریخ کې د خپل مرکز څخه وویل: "د پاکستان د فوټبال د فدراسیون چارې تر بیا اطلاع پورې ځنډول شوې دي. د پاکستان د فوټبال فدراسیون استازی او ددې هیواد د کلپونو ټیمونه د دغه تعلیق تر پای ته رسیدو پورې په نړیوالو لوبو کې ګډون نشي کولای."

د پاکستان عالي محکمې په ۲۰۱۹ کې ددې هیواد د فوټبال ملي فدراسیون ته امر وکړ چې انتخابات وکړي او انتخابات د یو سوداګر اشفاق حسین په مشرۍ د یو یوې ډلې له خوا وشول.

خو د اسیا د فوټبال کنفدراسیون دغه ټاکنې ونه منلې او فیفا د مشروع انتخاباتو د ترسره کیدو پورې د پاکستان د فوټبال د ملي فدراسیون د چارو د ادارې لپاره یوه کمیټه وټاکله.

د اشفاق ډلې تیره اونۍ ادعا وکړه چې د فدراسیون مرکزونه یې نیولي دي.

پاکستان چې وروستنۍ بین المللي لوبه یې د ۲۰۱۹ کال په جون کې د کمبودیا په وړاندې وکړه ، پدغه تعلیق سره نور د فیفا انکشافي بودجه چې په کال کې ۱،۲۵ میلیون ډالر کیږي، نشي ترلاسه کولای.

پاکستان چې په ۱۹۶۰ و ۷۰ لسیزو کې یې د فوټبال ټیم د سیمې په کچه ښه موقف درلود، اوسمهال د فیفا د ۲۱۰ ټیمونو ترمنځ په ۲۰۰ درجه کې راغلی دی.

ددغه هیواد د فوټبال فدراسیون دمخه هم په ورزش کې د حکومت د دخالت په وجه تعلیق شوی و.

XS
SM
MD
LG