د لاس رسي وړ اتصالات

د بادغیس په جګړه کې ۱۵ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي


د کوچني اختر د اوربند وروسته وسله والو طالبانو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي.
د کوچني اختر د اوربند وروسته وسله والو طالبانو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي.

د بادغیس په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه ( غبرګولی ۳۱ مه) وسله والو طالبانو یو ځل بیا د دغه ولایت د ابکمري په ولسوالۍ کې د "خالق تلو" په نوم د افغان امنیتي ځواکونو پر پوسته پراخه بریدونه کړي، چې له امله یې پنځلس ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا یو غړي ناصر نظري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، کله، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د ابکمري د ولسوالۍ په لس کیلو متره وړاندې د " خالق تلو" پر پوسته بریدونه پیل کړل، ولسي پاڅون کوونکي هم د هغوی مرستې ته ورغلل، چې د جګړې په ترڅ کې ۱۵ پاڅون کوونکي ووژل شول.

ښاغلي نظري وویل، کله، چې نن د جمعې په ورځ ( چنګاښ لومړۍ) د سیمې اوسیدونکي د برید له ځایه د مړو د لیږد لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلل د یو ماین د چاودنې له امله، چې د ولایتي شورا د دغه غړي پر وینا د طالبانو له خوا د یو مړي سره نږدې ځای پر ځای شوی وو، دوه ملکي وګړي هم وژل شول.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې پیښه تائید کړه، خو ویې ویل، چې تراوسه یې په دغه جګړه کې د سر د پیښ شوي زیان په اړه راپور نه دی ترلاسه کړی.

ښاغلي ملکزي وویل، چې د طالبانو له بریدونو وروسته افغان هوايي ځواکونو هم د طالبانو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي، چې دغې ډلې ته یې د سر زیان اړولی دی، خو هغه د طالبانو د تلفاتو دقیق شمیر څرګند نه کړ.

د بادغیس والي وویل، د هوايي بریدونو وروسته طالبان بیرته له دغې سیمې په شا شوي دي.

د " خالق تلو" امنیتي پوسته د ابکمري ولسوالۍ په لودیځه لس کیلو مترۍ کې پرته ده.

تراوسه وسله والو طالبانو د ابکمري ولسوالۍ د جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو اوړمه شپه هم پر دغه پوسته پراخه بریدونه کړي وو، چې په همدې سیمه کې د طالب وسله والو په کمین کې د ملي اردو اولس سرتیري وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG