په هند کې د هندو مذهب یوې سترې میلې کې په سیمه ایز وخت چهارشنبه جنوري ۲۹مه (سلواغې ۱۰) په ټیل ماټیل کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شویدي.
د اترا پرادیش ایالت د پرایاګراج په ښار کې چې د نړۍ دا تر ټولو ستر مذهبي مراسم پکې جوړ شوي، یو ډاکټر د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې ګڼ شمیر ژوبل شوي کسان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي.
دې ډاکټر چې د نوم نه ښودلو په شرط یې د مطبوعاتو سره خبرې کولې وویل چې ښایي د مړو شویو کسانو شمیر لوړ شي ځکه چې یو شمیر کسان ښه کاري ژوبل شویدي.
د سیمه ایز حکومت چارواکو مطبوعاتو ته ویلي چې ټیل ماټیل وروسته تر هغه پیل شو چې خلکو د ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره ایښودل شوې موانع ماتې کړلې.
د کمبه میله په نامه دا مذهبي مراسم چې پلان و شپږ اوونۍ به ادامه ولري، د هند له بیلا بیلو برخو څخه میلونونه کسان پکې د ګډون لپاره د پرایاګراج ښار ته ورغلي و.
پدې مراسمو کې د هند مذهب پیروان د ګنګا او جمنا په سیندونو کې لامبي.
دا په هند کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده. د ۲۰۱۵ کال او ۲۰۱۴ کال د جولای او جنوري په میاشتو کې د سپيڅلي سمندر په غاړه او ممبۍ کې په مذهبي مراسمو کې ۴۵ تنه مړه او ۴۰ نور ژوبل شول.
د فرانسې خبري اژانس وايي، چې د ۲۰۰۸ کال د اګست په میاشت کې د هند په شمالي ایالت هماچال پرادیش کې، په مذهبي مراسمو کې د غره د ښویدو د اوازې له کبله ټیل ماټیل کې ۱۵۰ عبادت کوونکي تر پښو لاندې مړه شول.
د همدغه کال د سپتمبر په ۳۰ نېټه بیا د چادپور په ایالت کې په مذهبي مراسمو کې، هغه مهال ۲۲۴ تنه مړه شول، چې د معبد لوړې تپي ته د رسېدو په هڅه کې یې ټیل ماټیل جوړ کړ.
د مدهیا پرادیش، راټنګر ښار، کمب میلا او بهار ایالتونو کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې په بېلا بېلو مذهبي مراسمو کې، لږ تر لږه ۲۰۱۹ کسان مړه شول او سلګونه نور ژوبل شول.
فورم \ دبحث خونه