د لاس رسي وړ اتصالات

فنلنډ او سویډن د ناټو غړي کیږي


د ټایمز ورځپاڼې چې د بریتانیې څخه څخه خپریږي، دوشنبه اپریل ۱۰ (وري۲۲) ویلي چې ټاکل شوې فنلډ او سویډن په راتلونکي اوړي کې د ناټو غړي هیوادونه شي.

د رویټرز خبري اژانس د ټایمز ورځپاڼې په حوالې لیکلي چې د "روسیې ستره ستراتیژیکه سهوه" (په ګاونډی هیواد اوکراین یرغل) ددې سبب شوه چې فنلډ او سویډن د همدې را راوان اوړي په سر کې د ناټو سازمان غړي شي.

د ورځپاڼې په راپور کې د امریکایي چاراکو له قوله ویل شوي چې د شمالي اروپا دغو هیوادونو ته په ناټو کې د غړیتوب ورکول هغه موضوع وه چې د نړۍ تر ټولو د دې ستر نظامي تړون د بهرنیو چارو وزیرانو تیره اوونۍ په څو غونډو کې پرې بحث وکړ.

د سویډن او فلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو هم پدې غونډو کې برخه درلوده.

فنلډ چې شاوخوا ۵.۵ ملیونه وګړي لري، تر دې دمه په نظامي لحاظ ناپیلی هیواد دی او نه غواړي چې د خپل ګاونډي هیواد روسیې سره چې دواړه یې تقریباً ۱۳ سوه کیلو متره ګډه پوله لري، په تقابل کې راشي.

خو د فبروري د میاشتې د ۲۴ راهیسې چې روسیې په اوکراین نظامي یرغل وکړ، د ناټو د سازمان سره د فنلډ د خلکو ملاتړ دوه چنده ډیر شو.

د ټایمز ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې ټاکل شوې د ناټو په سازمان کې د فنلډ غړیتوب د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې ومنل شي او تر هغې وروسته به د سویډن شاهي دولت هم د شمالي اتلانتیک غړی هیواد شي.

سره لدې چې د ناټو سازمان تل پدې ټینګار کوي چې دا یو دفاعي نظامي سازمان دی او هیڅکله نغواړي د روسیې سره په جګړو کې اخته شي خو روسیه اندیښنه لري چې اروپایي هیوادونو او په ځانګړې توګه هغوي ته چې د روسیې سره نږدې پراته دي، د ناټو راتګ د خطر زنګ دی.

په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل یو دلیل هم دا و چې ده هیواد هیڅکله د ناټو غړیتوب تر لاسه نه کاندي خو اوکراین پخپلې خودمختارۍ ټینګ ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG