د لاس رسي وړ اتصالات

فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشاله هیواد دی- راپور


موسم په خوشالۍ کې نقش نلري
موسم په خوشالۍ کې نقش نلري

د خوشالۍ په اړه د ملگرو د سږکال په راپور کې په ١٥٦ هیوادونو کې افغانستان یوسلو څلور پنځوسم کم خوشاله هیواد دی. په دې لست کې فنلنډ د جدول په سر کې د لومړي درجې خوشاله هیواد گڼل شوی.

په دې لست کې د فنلنده وروسته هالند، سویدزرلند کانادا او اطریش په لومړیو لسو خوشاله هیوادونو کې شامل دي. په لست کې جنوبي سودان اخري کم خوشاله هیواد ښودل شوی.

د فنلند اوږد، سوړ ژمی مشهور دی، خو ترڅنگ یې ښکلي ځنگلونه او پراخه سوسیال سیستم لري. اقتصاد یې د نورو اروپایي هیوادونو له اقتصاد سره ورته دی نو بیا څه شي دغه هیواد تر ټولو هیوادونو خوشاله هیواد کړی؟ دوی پخپله هم پوره متیقنه ندي.

یقناً هوا په خوشالۍ کې نقش نلري.

په فنلنډ کې د خوشحالۍ کچه، طبعیت ته په نږدي والي امنیت او خونديتوب، د ماشومانو د ساتنې لپاره مرستې، وړیا تحصیل او روغتیايی خدماتو کې د دولت سبسایدي سره تړلې ده.

په دې لست کې په شمالي اروپا کې لس نور هیوادونه هم د ورته وجوهاتو لپاره لوړې درجې کې راغلي دي.

دا د درک وړ ده چې ولې جنوبي سوډان، د مرکزي افريقا جمهوریت او افغانستان، په دې لست کې تر ټولو ښکته درجې کې دي: لامل یې جگړه، ناامني ده. خو متحده ایالات، چې د نړۍ ترټولو پیاوړی هیواد دی او د نړۍ لومړی درجه اقتصاد لري هر کال په لست کې ښکته درومي.

د خوشالۍ په اړه د ملگرو ملتونو په لست کې امریکا سږکال د نولسمې درجې ته راښکته شوې ده. د راپور له مخې د متحده ایالاتو د خوشالۍ د کچې د کمیدو لامل په عمومي ډول په مخدره موادو روږدي توب، قمار او ټولنیزې رسینۍ ښودل شوي.

ځیني هیوادونه چې په تیرې یوې لسیزې کې د خوشالۍ کچې یې ډیرې شوې دي هغه د مرکزي او شرقي اروپا، د افریقا په جنوب کې پراته هیوادونه او د لاتینې امریکا هیوادونه دي.

د ملگرو ملتونو په سږني راپور کې د یمن، هند، بوتسوانان او وینزویلا د خوشالۍ کچې په بې ساري توگه ټیټې شوې دي.

په ټولنیزو رسنیو باندې ډیر وخت تیرول په تیره په تنکي ځوانانو کې د خوشالۍ د کمیدو سره اړیکه لري.

خوشاله خلک واجبو مسایلو ته رایه ورکوي. په دې ورستیو کې د ولسي سیاستوالو راتگ کیدای شي دا وي چې هغوی ناراضي خلکو ته د رایو اخیستو لپاره رجوع کړې وي.

په راپور کې راغلي چې ډیر مختلف لاملونه شته چې کیدای شي د هیوادونو خوشالي اغیزمن کړي او په دې اړه ساده توضحات ندي ورکړ شوي.

یو شی چې نه بدلیدونکی دی هغه دا چې لمر او توده هوا د خوشالۍ تضمین نه کوي.

XS
SM
MD
LG