د لاس رسي وړ اتصالات

'له ایران څخه افغانستان ته د توکو لېږد یوې اونۍ لپاره بند شو'


اسلام قلعه ګمرک ۸۵ سلنه وسایط له سوځېدو ژغورل شوي ـ د هرات والي
اسلام قلعه ګمرک ۸۵ سلنه وسایط له سوځېدو ژغورل شوي ـ د هرات والي

د هرات والي سید عبدالحید قتالي وایي، په اسلام قلعه ګمرک کې د رامنځته شوي اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۰۰ موټر سوځېدلي دي.

ښاغلي قتالي نن دوشنبه فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۷) خبریالانو ته وویل چې اورلګېدنه ډیره پراخه وه چې په وینا یې کنټرول یې له توانه وتلی کار و.

هغه وویل چې په توکو بار ۸۵ سلنه وسایط یې له اور سوځېدو څخه ژغورل شوي او ۱۵ سلنه وسایط اور کې سوځېدلي دي: "لازم اقدامات شوي دي، نژدې ۸۵ سلنه وسایط په خوندي ډول له ساحې څخه ایستل شوي دي، ۱۵ سلنه زموږ لپاره کافي اندازه ټکان ورکوونکي دی چې ډير لوی میلیوني زیان دی.دا چې ۸۵ سلنه واسایط ایستل شوي موږ شکر باسو."

سید عبدالحید قتالي همدارنګه وویل چې یو شمېر کسانو له محصول څخه د تېښتې په هدف پخپلو وسایطو کې بار مواد سوځولي او یا هم یې د هرات ـ اسلام قلعه پر لار خوشي کړي دي.

سیمه ییزو چارواکو د یادې اورلګېدنې د مخنیوي لپاره د ګاونډي هیواد ایران څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.

د هرات والي وویل چې د اورلګېدنې پرمهال یې یو شمېر وسایط د پولې هغې غاړې ایران ته رسولي، هغه د ایران حکومت د مرستې څخه د منني ترڅنګ له یاد هیواد څخه وغوښتل چې د وضعیت تر سمېدو پورې د یوې اونۍ لپاره افغانستان ته ترانزیټ بند کړي.

نوموړي زیاته کړه: "له ګاونډي هیواد سره زموږ پرېکړه، ترڅو د ګمرکي چارو تر بیا پیلېدو،د ګمرک لپاره د بدیل ځای پيدا کولو پورې، یوې اونۍ پورې پر پوله د اموالو د انتقال د لېږد مخه ونیسي."

هغه په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې مخنیوي لپاره د زیاتو اطفائیو او نورو وسائلو غوښتنه وکړه.

د تیرې شنبې په ورځ ناوخته د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه چې تر دا مهاله یې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم نن دوشنبه وویل که چیري ایران په اسلام قلعه ګمرک کې د اور وژنې برخه کې مرسته نه وای کړې ښایي څو برابره زیان به یې رامنځته کړی وای.

هغه وویل چې ایران د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته خپل پوله د افغانستان پر مخ خلاصه کړه.

تیره ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې یاده پېښه به وڅېړل شي.

XS
SM
MD
LG