د لاس رسي وړ اتصالات

د روان کال د پولیو لومړۍ پېښه ننګرهار کې ثبت شوه


د پولیو دغه تازه پېښه د شنبې په ورځ (جنوري ۲۰) د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

چارواکي وايي اتلس میاشتنۍ مروا، چې د مېرزا خېلو سیمه کې د پولیو پر ناروغۍ اخته شوې، اوه ځل یې د پولیو څاڅکي اخیستي خو د ستنو واکسین یې نه دي کړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې د واکسینو د پروسې مشر ډاکټر جان محمد امریکا غږ ته وویل چې د مروا کورنۍ اصلآ د کونړ ده، پخوا پاکستان کې اوسېدل او دوه کاله کېږي چې د کامې ولسوالۍ کې دېره دي.

نوموړی وايي "دا کورنۍ یې وايي چې اوه ځله یې په کمپاینونو کې د څاڅکو واکسین اخیستلي دي خو د ستنو واکسین یې نه دي کړي".

دا په افغانستان کې د روان میلادي کال د پولیو لومړۍ پېښه ده.

ننګرهار کې د واکسینو د پروسې مشر وايي له دغې تازه پېښې سره به په ختیځ زون کې د پولیو ځانګړی کمپاین هم کوي چې د نورو ممکنه پېښو مخنیوی وکړي.

ډاکټر جان محمد وویل "دوه کمپاینونه چې عادي کمپاینونه دي هغه به تر سره کوو، بیا به یو بل ځانګړی کمپاین هم تر سره کوو، چې عادي کمپاینونو کې لومړی یې په ۲۹ د جنورۍ، بل یې د فبروۍ په دولسمه دی او وروسته ځانګړی کمپاین هم تر سره کوو چې که تخنیکي ستونزې پیدا نه شوې".

په تېر ۲۰۱۷میلادي کال کې د پولیو د پېښو شمېره ۱۳ ته رسېدلې وه چې ۶ يې په کندهار، ۲ په هلمند، ۱ په زابل، ۳ په ننګرهار او ۱ هم په کندوز ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG