د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په یو معبد کې د انسان د قرباني کولو په تور پنځه تنه نیول شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د هند پولیسو د هندوانو په یو معبد کې د یوې ښځې د «قرباني کولو» په تور پنځه تنه نیولي دي.

د هند د شمال ختیځ ګوواهاټي ښار په دغه معبد کې د ۶۴ کلنې شانټي شاو مړی په ۲۰۱۹ کې په داسې حال کې وموندل شو چې سر یې له تنې پرې شوی وو.

د ګوواهاټي د پولیسو مشر ډیګانټا بارا د سه شنبې په ورځ مارچ څلورمه (وري ۱۵) خبریالانو ته وویل چې په معبد کې په چړې ددې ښځې په حلالولو کې ۱۲ کسانو برخه اخیستې وه.

بارا وویل چې ددې ډلې ۵۲ کلن مشر، پراډیپ پاټک، د خپل مړ شوي ورور د لومړي تلین په مناسبت ددې ښځې د قرباني کولو بندوبست کړی دی.

هغه وویل: "تورن کس ظاهرا فکر کاوه چې دا قرباني به یې د ورور روح ښاد کړي."

پاټک او څلور نور تورن کسان تېره اونۍ ونیول شول او پولیس په پېښه کې د لتاړو پاتې نورو کسانو په لټه کې دي.

د هند د جنايي جرمونو د ثبتولو ملې ادارې د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د انسان د قرباني کولو ۱۰۳ پېښي ثبت کړي دي.

د خدایانو د خوشحالولو دپاره دا ډول وژنې زیاتره د هند په لیرو پرتو قبایلي سیمو کې پیښیږي چې په سحر او جادو باندې د خلکو عقیده عامه ده.

تېر کال په نوي ډیلي کې دوه ساختماني کارګران د یو شپږ کلن هلک د وژلو په تور ونیول شول.

تورنو کسانو پولیسو ته وویل چې دا هلک یې د هندوانو خدای شیوا ته ددې دپاره قرباني کړ چې دوی مالدار شي.

XS
SM
MD
LG