د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د طالبانو د هاوان برید پنځه ولسي وګړي وژلي ـ دفاع وزارت


عکس( ارشیف) کندز ښار
عکس( ارشیف) کندز ښار

د افغانستان دفاع وزارت وايي په کندز ولایت کې د طالبانو لخوا د توغول شوي هاوان لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې دغه پېښه نن دوشنبه اکتوبر۱۲(تلې۲۱) د کندز ښار «شورابي قشلاق» سیمه کې شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

بیان وایي چې په ټپیانو کې د ماشومانو په ګډون د پاخه عمر نارینه هم شامل دي. وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په کندز ولایت کې پر داسې مهال د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خبر ورکول کیږي چې په دې وروستیو کي د چارواکو په وینا د هیواد ځینو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د یادو ولایتونو له ډلې یو هم هلمند دی چې له تېرو دوو شپو پکې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

د جګړې له امله لویې لارې تړل شوي او ګڼې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړیستل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هلمند په جګړه کې د ۸۰ طالبانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېد خبر ورکړی دی.

طالبانو تر دا مهاله د هلمند د جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG