د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په غزني کې پنځه سیمه ییز پولیس ووژل


د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په قرباغ ولسوالۍ کېد سیمه ییزو پولیسو پر پوستود طالبانو د حملې له امله ۵ پولیس سرتیري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي چېتیره شپه ناوخته څه باندې ۱۰۰ وسلوالو طالبانود جاغوري ـ غزني په مواصلاتي لار کې په دشت قرباغ سیمه حمله ترسره کړه.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د دغه خبر په تایید سره امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل

"پرون ناوخته د دغې ولسوالۍ په دشت قرباغ او د شت عطار سیمه کې طالبانو یرغلیزه حمله تر سره کړه چې په پایله کې یې ۵ سرتیري ووژل شول او ۸ سیمه ییز پولیس سرتیري ټپیان شول چې د مرستندیوه ځواکونو له رارسیدو څخه وروسته وسلوالو په شاتګ وکړ".

چارواکی وایي چې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته

بل لورته د غزني ولایتي شورا ریس خالقداد اکبري امریکا غږ ته وویل

"ډیره شدیده نښته روانه وه او تر سهاره یې ادامه لرله ، د سیمه ییزو پولیسو یوې پوستې په دغې سیمه کې سقوط وکړ چې ۵کسان ووژل شول او ۸ د پولیسو سرتیري ټپیان شول او دا پوسته د طالبانو له خوا وسوزل شوه".

ښاغلی اکبري زیاتوي چې سیمه ییز پولیس، د پولیسو د قانون پر خلاف مقرر شوي دي او ډیری سیمه ییز پولیس ځواکونه په دغه ولایت کې له کمو تجهیزاتو او امکاناتو څخه برخمن دي چې دا د هغوې د ډیرو تلفاتو لامل کیږي.

د جاغوري ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي او د ولایتي شورا یو شمیر غړي اندیښنه لري چې د دولت د نه پاملرنې په صورت کې امکان لري چې د وسلوالو له خواد جاغوري ـ غزني لاره بنده شي.

په همدې حال کې د غزني پولیس د خزاني عملیاتو"نور"په ترڅ کېد چاودیدونکو موادو د یوې لویې ذخیرې خبر ورکوي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي چې دغه ذخیره د مقر ولسوالۍ په عالم خیل کلي کې د پوځي ځواکونو لخوا کشف او تخلیه شوې ده.

ښاغلی نوري وایي په دغه ذخیره کې په سلګونو د هاوان مرمۍ ، لاسي بمونه او له سلو پورته د سرک د غاړې ماینونه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او اته کلي د طالبانو له وجوده پاک شوي دي.

له درې ورځو راهیسېد "نور" په نامه د افغان ځواکونو پلی او هوایي خزاني عملیات د مقر،واغظ،زنه خان، ګیرو،اندړ،ناوه او د غزني په یو شمیر نورو نا امنه سیمو کې جریان لري.

XS
SM
MD
LG