د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو دایکندي کې پنځه سیمه ییز پاڅونوال وژلي ـ چارواکي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د دایکندي سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د پاتوي ولسوالۍ په"وزین" سیمه کې د وسله والو طالبانو په برید کې پنځه تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۱ بجې د دغه ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړه چې اوس هم روانه دي.

د دایکندي د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نقیب الله مالستاني نن شنبه اګست۱۵ (زمري۲۵) امریکا غږ ته وویل چې سیمه ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

هغه وویل چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغه جګړه کې پنځه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"زین د پاتوي ولسوالۍ له لیري پرتو سیمو څخه ده چې د ارزګان له چورې ولسوالۍ سره پوله لري، طالبانو تېره شپه په دغه سیمه کې برید کړی او جګړه اوس هم روانه ده."

پر همدې مهال د دایکندي د ولایتي شورا غړی غیرت علي جواهر وايي چې وسله والو طالبانو له دوو ورځو راپدېخوا د افغان امنیتي ځواکونو له ملاتړ څخه د برخمنو سیمه ییزو پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه نښتو کې شپږ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، په دغه نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو زیاتوي چې کره شمېر یې معلوم نه دی.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپه یې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ د ګډو افغان ځواکونو پر مرکز باندي د وسله والو طالبانو د برید مخه نیولې ده.

دفاع وزارت نن شنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه نښته کې د ملا شریف او ملا فتح الله په ګډون ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله د دغو دواړو نښتو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG