د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ګوانتانامو زندان د پنځو بندیانو آزادیدل تصویب کړل


د امریکا د دفاع وزارت له خوا خپاره شوي اسناد ښکاره کوي چې د متحدو ایالتونو حکومت د ګوانتانامو زندان د پنځو بندیانو آزادیدل تصویب کړي دي.

د هغو اسنادو له مخې چې روانه اوونۍ د امریکا د دفاع وزارت له خوا خپاره شوي، په دغو پنځو کسانو کې درې د یمن، یو د سومالیا او یو د کینیا اوسیدونکي دي.

په دې کسانو کې ګلید حسن احمد (همدارنګه د ګلید حسن دوران) په نامه د سومالیا اوسیدونکی، محمد عبدالمالک باجابو د کینیا اوسیدونکی، عمر محمد علي الرمه، موث حمزه العلوي او سهیل الشرابي د یمن اوسیدونکي شامل دي.

دغه پنځه بندیان په مجموعي شکل په ګوانتانامو زندان کې په ۸۵ کاله بند محکوم شوي دي، هغه زندان چې دوه لسیزې وړاندې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له پیښو وروسته، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په هدف جوړ شو.

دغه پنځه بندیان چې اوس یې آزادیدل تصویب شوي، هیڅ وخت پر هغوی تور ندی پورې شوی او د هغوی د خوشي کیدو په اړه پریکړه د ۲۰۲۱ کال په نومبر او ډسمبر میاشتو کې له څیړنو وروسته، نیول شوې ده.

د فرانس پرس خبري آژانس د راپور په حواله، د پنتاګون د دوره یي څیړني هییت موندلې ده چې دا کسان د امریکا لپاره ګواښ ندي او له دې وروسته هم هغه هیواد ته ګواښ نشي پيښولی.

خو سره له دې چې د یادو کسانو آزادیدل تصویب شوي، د هغوی د خوشي کیدو لړۍ ممکن وځنډیږي، ځکه اوس پکار ده چې دغه بندیان یا د خپل او یا هم د کوم بل هیواد له خوا ومنل شي.

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې خپلو هیوادونو ته ددغو بندیان استول ستونزمن دي او امریکا به احتمالا د یمن درې اتباع په هغه هیواد کې د کورنۍ جګړې د دوام او د سومالیا تبعه په هغه هیواد کې د کورنیو نارامیو له امله خپلو متبوع هیوادونو ته وانه ستوي.

ددغو بندیانو د ازادیدو له تصویب څخه معلومیږي چې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن هڅه کوي په ګوانتانامو زندان کې د ۳۹ بندیانو برخلیک ډیر ژر معلوم شي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ګوانتانامو زندان د بندیانو څیړنه په عملي شکل بنده کړې وه.

د جنوري ۱۱ چې د مرغومي له ۲۱ سره یې سمون درلود د ګوانتانامو زندان د جوړیدو له شلمې کلیزې سره برابره وه ، هغه اقدام چې د بشري حقونو د ډلو له غبرګون سره مخ شوی او دا ډلې د یاد زندان د تړل کیدو غوښتونکي دي.

د بشري حقونو دې ډلو پر متحده ایالتونو تور پورې کړی چې لس ګونه کسان یې په غیر قانوني او خپل سري ډول، بندي او ځورولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ له واشنګټن څخه وغوښتل چې "د بشري حقونو څخه د سرغړونې دا بې رحمه فصل پای ته ورسوي."

امریکایي سناتور دایان فاینشټاین د Lawfare په ویب پاڼه کې لیکلي، هغه نیول شوي کسان چې له محاکمې سره مخ دي، په خاص ډول د سپټمبر د یوولسمې اصلي طرح کوونکی خالد شیخ، د یوه پټ نظامي ستونزمن سیستم پرځای، کیدای شي د امریکا په غیر نظامي محاکمو کې هم محکمه شي.

دغه امریکایي سناتور ویلي په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسیدلې او اوس ددې وخت رارسیدلی چې د ګوانتانامو زندان دروازې د تل لپاره بندي شي.

هغه ۳۹ کسان چې اوس هم په ګوانتانامو زندان کې دي، ۱۰ تنه د محاکمې په ابتدایي پړاو کې دي، دوه تنه یې د ترهګریزو اعمالو په تور مجرم ګڼل شوي دي او د نهو نورو برخلیک معلوم ندی، نه پر هغوی تور پورې شوی او نه هم د هغوی آزادي تصویب شوې ده.

ددغو نهو کسانو مدافع وکیلانو ویلي دي چې موکلین یې له رواني مشکل سره مخ دي او دې حالت د هغوی دوسیه له ستونزو سره مخ کړېده، ځکه له یوې خوا نشي کولی د پنټاګون د څیړنې دوره یي هییت ته د هغوی د آزادیدو وړاندیز ورکړي او له بلې خوا نشي کیدای اصلي هیوادونو ته د هغوی د ستنیدو زمینه مساعده کړي.

XS
SM
MD
LG