د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې پنځه پولیس په مرموز ډول وژل شوي


Mogran Tsvangirai and Welshman Ncube
Mogran Tsvangirai and Welshman Ncube

امنیتي مقامات وايي چې په زابل کي د یوې امنیتي پوستې ۵ تنه پوليس وژل شوي او ۲ تنه نور يې لا درکه دی .

د زابل د شاجوی ولسوال وزیر محمد جوادي امریکاغږ ته وويل، دا پېښه تیره شپه د کجیرخیلو په امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

دی زیاتوي تر اوسه لا په دقیق ډول معلومه شوې نه ده، چې وژل شوي پوليس د خپلو ملګرو له لوري وژل شوي او که مخالفو وسله والو وژلي دي.

د شاجوی ولسوال وایي یو پلاوي د دغې پیښې پلټنې پيل کړي دي.

وزیر محمد جوادي وویل چې د پنځو تنو پوليسو تر وژل کیدو وروسته د پوستې څخه وسلې هم وړل شوي او د دوو لا درکه شویو پوليسو په اړه هم څېړنې کیږي چې هغوی د افغان حکومت وسله والو مخالفینو یرغمل کړي او که خپل ملګري یې وژلي او له سیمې څخه یې تیښته کړې ده .

په جنوبي ولایتونو کې په داخلي بریدونو کي د پوليسو د وژل کیدو پېښي له یوې مودې راهیسې ډيرې شوې دي .

امنیتي مقامات وايي چي یوازې په هلمند کې په تیره یوه میاشت کي دې ته ورته پېښو کې د وژل شویو پوليسو شمېر تر ۳۰ اوښتی دی.

د ناړۍ په ولسوالۍ د طالبانو برید

د بلې خوا په کونړ ولایت کې چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ناړۍ په ولسوالۍ باندې طالبانو نن سهار برید کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په شا تنبول شوی دی.

دکونړ ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبد الحبیب سیدخېل امریکا غږ ته وویل چې د دواړو خواو ترمنځ په دغه نښته کې اته طالب وسله وال او د ملي اردو یوسرتېری وژل شوي دي.

دکونړ امنیه قوماندان وویل چې وسله والو طالبانو نن دوشنبې د ورځې د سهار په څلور بجو دناړۍ د ولسوالۍ په اوږدو کې په ټولو پرتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په دغه دوه ساعته جګړه کې اته وسله وال او یو ملي اردو سرتیری وژل شوي دي، چې په وژل شویو کې بهرني وسله وال هم شامل دي.

قوماندان سیدخیل زیاتوي چې دملي اردو دغې پوستې ته پولیس هم په وخت ور رسېدلي او طآلبان یې په شا تنبولي دي.

دسید خېل په خبره چې په دغه جګړه کې دیارلس وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

تر اوسه وسله والو طآلبانو ددغې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG