د لاس رسي وړ اتصالات

د میانمار پوځ په تازه پېښو کې پنځه مظاهره کوونکي وژلي 


راپورونه وايي چې له فبرورۍ راهېسې پوځ ۵۵۰ کسان وژلي
راپورونه وايي چې له فبرورۍ راهېسې پوځ ۵۵۰ کسان وژلي

په میانمار کې عیني شاهدان او رسنۍ وايي پوځ د شنبې په ورځ اپریل ۳ (وري ۱۴) په دموکراسي پلوو مظاهره چیانو ډزې کړې او لږ تر لږه پنځه تنه یې وژلي دي.

پوځ همدغه راز د هغو کسانو د نیولو امر کړی دی چې په انلاین بڼه پر پوځ نیوکې کوي.

په میانمار کې د همدې کال د فبروري په میاشت کې پوځ کودتا وکړه، ولسي حکومت یې ړنګ کړ او مشران یې ونیول. د فبرورۍ د میاشتې له لوموۍ نیټې راهېسې دغلته د پوځ د کوتا په ضد مظاهرې روانې دي.

سره له دې چې پوځ په مظاهرو بندیز لګولی دی خو دا مظاهرې د میانمار په مرکز او ځینو نورو لویو او وړو ښارونو کې کیږي.

دوو رسنیو ویلي دي چې پوځ د شنبې ‌په ورځ په مرکزي ښار مونيوا کې په مظاهره کوونکو ډزې وکړې څلور تنه یې ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل. ‌په دغه ښار کې ورځ په ورځ مظاهرې زیاتېږي.

یو مظاهره کوونکي وویل چې پوځ په مظاهره کوونکو مسلسل ډزې کوي. یو بل مظاهره کوونکی په جنوبي ښار تاټن کې وژل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د پولیسو او پوځ ویاندویانو ته یې زنګونه ووهل چې په دې اړه ورسره خبرې وکړې، خو وايي هغوی تیلیفونونه ځواب نکړل.

په میانمار کې د سیاسي بندیانو سره د مرستې ګروپ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پوځ د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهېسې ۵۵۰مظاهره کوونکي وژلي دي چې ۴۶ یې ماشومان دي.

امریکا او ځینو نورو هېوادونو په میانمار کې د پوځ دغه کودتا او په مظاهره کوونکو یې بریدونه غندلي دي او د میانمار د پوځ په ځینو چارواکو یې بندیزونه هم لګولي دي.

د پوځ مشران وايي چې د ان سن سوچي‌ په مشرۍ حکومت د درغلیو له لارې واک ته رسېدلی و او دوی ځکه هغه حکومت ړنګ کړ. وايي شفافو انتخاباتو ته به لاره پرانیزي او منتخب مشر ته به واک پرېږدي.

XS
SM
MD
LG