د لاس رسي وړ اتصالات

شپږ ښځې د څرخي‌ پله زندان ته د مخدراتو د انتقال په تور نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تیره یوه میاشت کې د څرخي پله زندان ته د مخدره موادو د انتقال په تور ۱۶ تنه نیول شوي، چې شپږ ښځې هم په کې شاملې دي.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ – آشنا ته وویل، پولیسو نن په یوه تازه پېښه کې ​د څرخي پله زندان ته د مخدره موادو د انتقال په تور د نجیبې په نوم یوه بله ښځه هم ونیوله.

د هغه پر وینا نیول شوې ښځه د کندهار ولایت اصلي اوسیدونکې ده او د شنبې په ورځ (زمري/اسد ۱۳) د سهار ۹ بجې هغه مهال د پولیسو له خوا ونیول شوه، چې غوښتل یې په وچه ډوډۍ کې ځای پر ځای شوي چرس او هیروئین زندان ته دننه انتقال کړي.

ښاغلي مهر زیاته کړه "دغې ښځې ۵۱۰ ګرامه چرس او ۵ ګرامه ښیښه ډوله هیروئین په ډوډۍ کې ځای پر ځای کړي وو، له لومړۍ تلاشي څخه تیریږي، په دویمه تلاشي کې نیول کیږي".

د هغه پر وینا، نیول شوې ښځې په زندان کې دننه له دوو بندیانو سره اړیکې درلودې، چې هغوی هم اوسمهال د پولیسو تر تحقیقاتو لاندې دي.

ښاغلي مهر دغه راز وویل، دغې ښځې له زندان څخه بهر هم خپل ملګري پولیسو ته په ګوته کړي، چې د کابل پولیس یې د نیولو لپاره لټون پیل کړی دی.

له دې وړاندې د څرخي پله په زندان کې د مخدره موادو د کاروبار او پر دغو موادو د یو شمیر زندانیانو د اخته کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو، چې له هغې وروسته د کورنیو چارو وزارت د دغه زندان ۱۳ مسولین لرې او پر ځای یې د پولیسو نوي منسوبین وګومارل.

XS
SM
MD
LG