د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان، متقاعد جنرال کنیت فرانک مککنزي، وایي چې متحده ایالات د مذاکراتو په بهیر کې پدې ونه توانید چې د افغانستان حکومت او طالبان په یو میز د خبرو لپاره راټول کړي او دا ملامتي یې په طالبانو اچولې.
دې امریکایي جنرال د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې ویلي چې جمهور رئیس بایډن ته یې په افغانستان کې د زرګونو امریکایي سرتیرو پریښودو مشوره ورکړې وه خو د بایډن حکومت بیا ټینګار کوي چې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په وخت کې د دوحې تړون د پریکړې کولو لپاره دوی ته ډیرې لارې چارې نه وې پریښې.
د جنرال مککنزي سره د امریکا غږ د دفاع وزارت خبریالې کارلا باب د مرکې پښتو بڼه دلته لوستلی شئ.
امریکا غږ: د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر، متقاعد جنرال کنیت مککنزي ، ډیره مننه چې امریکا غږ ته مو وخت ورکړ. تاسو پخپل کتاب کې د دوحې په تړون ډیر انتقاد کړی چې طالبانو او د ټرمپ حکومت د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې لاسلیک کړ. لکه چې تاسو پخپل کتاب کې هم لیکلي، دا څنګه په مذاکراتو کې د متحده ایالاتو تر ټولو ناوړه سهوه وه؟
مککنزي : مونږ په تړون کې د وتلو ژمنه کړې وه. دا مهمه وه. مونږ په طالبانو دا شرط نه و ایښی چې په تړون کې په هغوي ایښودل شوي شرطونه پر ځاي کړي. که مونږ د خبرو اترو په بهیر کې ځان شا په تخته نه وی اچولی، احتمالاً چې دې تړون به ښه نتیجه درلودی. دې تړون طالبانو ته نوی ژوند ورکړ، ځکه هغوي ته یې یو مهال ویش برابر کړ چې مونږ اوځو. دې تړون د طالبانو پر ضد جګړې کې د افغانستان حکومت هم کمزوری کړ.
امریکا غږ : ښه، هغوي ( د افغانستان حکومت) پکې نه و شامل؟
مککنزي : مونږ هیڅکله پدې ونه توانیدو چې هغوي ( د افغانستان حکومت او طالبان) یو ځای کړو. دا څه نا څه د طالبانو تګلاره وه او د افغانستان حکومت هم سره پاشلی و. خو باید ووایم چې زه ډیره ملامتي د افغانستان په حکومت نه بلکې په طالبانو اچوم.
امریکا غږ : د افغانستان مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني، د دوحې په تړون کې د متحده ایالاتو اصلي مرکچي، زلمی خلیلزاد "فاسد" او "بې کفایت" بللی چي تاسو هم په کتاب کې خلیلزاد همداسې یو شخص یاد کړی. تاسو پخپل کتاب کې لیکلي چې هغه ( خلیلزاد) د متحده ایالاتو د حکومت سره معلومات نه شریکول، نو آیا تاسو د غني سره موافق یاست؟
مککنزي : هو، خو تر هغه حده چې مذاکرات یې سریع ساتل. دا هغه څه دي ما پخپل موقف کې کتلي دي. په نورو یې تبصره نشم کولی. خو یو څه چې په یقیني توګه درته ویلی شم دا چې هغه دا ستونزه له دریو اړخونو حل کول غوښتل، پداسې حال کې چې مونږ یوازینی اړخ و چې هغه باید حل کړی وی.
امریکا غږ : آیا هغه ( زلمي خلیلزاد) ته په مذاکراتو کې د متحده ایالاتو ګټې تر بل هر څخه مهمې وې؟
مککنزي : ډیره ښه پوښتنه ده. د نتیجې څخه داسې بریښي چې د هغه مذاکرات زمونږ په ګټه نه و.
امریکا غږ: د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د افغانستان څخه د وتلو په ارزیابۍ کې دې نتیجې ته رسیدلی چې د ډونالډ ټرمپ لخوا د لاسلیک شوي دوحې تړون له کبله د بایډن ادارې ته لارې چارې بندې وې. طالبانو پدې تړون کې پخپلو کړیو ژمنو هیڅکله عمل ندی کړی، نو ستاسو په نظر دې تړون تر حکومه کده د بایډن ادارې ته د پریکړې کولو لپاره ساحه محدوده کړې وه؟
مککنزي : د بایډن ادارې دا پریکړه وکړه چې خلیلزاد د اصلي مرکچي په توګه وساتي، خو پدې پریکړې باید غور شوی وی. د مذاکراتو ټیم باید بدل شوی وی. کله چې په ۲۰۲۱ کال کې واک د بایډن ادارې سره و، طالبانو د تړون په ځینو برخو وار د مخه عمل نه و کړی، او مونږ هم هغوي اړ نکړل چې پخپلو ژمنو عمل وکړي.
امریکا غږ : خو هغوي( طالبانو) په یو شي عمل کړی و ستاسو په اند دا یو څه و چې دواړو ادارو پرې اتکا کوله؟
مککنزي : زما په نظر د امریکا په معاصر تاریخي کې، د امریکا دوو حکومتونو ګډ هدف درلود او هغه د افغانستان څخه وتل و، پرته لدې چې په عواقبو یې فکر وشي. دا هغه څه و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د پیښو سبب شول.
امریکا غږ : یوه ژمنه چې هغوي ( طالبانو) پرې عمل وکړ، دا و چې په امریکایي ځواکونو یې برید ونکړ.
مککنزي : هغوي ( طالبان) پدې یوې ژمنې ( په امریکايي ځواکونو برید نه کولو) باندې ټینګ ولاړ و خو د دوحې په تړون کې په نورو برخو کې دسپلین نه و. له همدې کبله ما دا فکر هم کاوه چې هغوي ښایي په مونږ برید وکړي. خو د پالیسۍ په توګه طالبانو په امریکایي او ناټو ځواکونو بریدونه نکول، پداسې حال کې چې په افغان ځواکونو او حکومت یې بریدونه دوه چنده ډیر کړي و.
امریکا غږ : تاسو پخپل کتاب کې همدارنګه لیکلي چې په ۲۰۱۱ کال کې سیاسي هدف یوازې د عراق څخه وتل او په عواقبو فکر نه کول و. او تاسو همدا اوس وویل چې په افغانسان کې عین څه پیښ شول. آیا امریکا د سیاسي ناکامۍ څخه عبرت نه و اخیستی؟
مککنزي : د افغانستان څخه وتلو ډیر قیمت درلود. د امریکا اعتبار یې زیانمن کړ. دې پریکړې د داعش – خراسان څانګې ته نوی ژوند ورکړ. هغوي په افغانستان کې تر یو حده مخ په غوړیدو دي. زما ځای ناستي ( د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر) جنرال کوریلا هم د کانګرس استماعیه غونډې کې همداسې ویلي و. دا د اندیښنې وړ موضوع ده او مونږ پدې هکله اندیښمن یو.
امریکا غږ: تاسو د افغانستان څخه د وتلو لپاره جمهور رئیس بایډن ته څلور اختیاره ورکړي و. لومړی وړاندیز مو په افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونو او یو شمیر ځانګړو عملیاتو ځواکونو پریښودل و. د بګرام په ګډون غوښتل مو اته هوایي اډې وساتئ. بل وړاندیز مو د ۱۸۰۰ سرتیرو او بګرام په ګډون دریو اډو درلودل و. دریم اختیار، د ټولو ځواکونو وتل خو د سفارت ساتل و او څلورم اختیار مو په بشپړه توګه وتل او هیڅ سیاسي حضور نه درلودل و. بایډن دریم اختیار غوره کړی و خو تاسو ویلي و چې دا د متحده ایالاتو ګټو ته لوړ خطر لري. تاسو دا خبره په کوم دلیل کړې وه؟
مککنزي : ځکه چې پدې پلان کې ټول امریکایي ځواکونه وتل او یوازې سفارت پاتې کیده. زمونږ اتباع پاتې کیدل، د خطر سره مخ افغانان او لسګونه یا زرګونه امریکایي اتباع په افغانستان کې پاتې کیدل. مونږ پدې وضعیت کې مجبور و د طالبانو په ښه نیت او ښه قضاوت اتکا وکړو چې یو یې هم نه و او دا د امریکا په ګټه نه و. ما له همدې کبله احساس درلود چې دا به تر ټولو ناوړه دریځ وي.
امریکا غږ: تاسو پخپل کتاب کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کاف د فبروري په میاشت کې مو جمهور رئیس بایډن ته ویلي و چې د افغانستان څخه په بشپړه توګه وتل غوره نه بولئ. تاسو دا هم لیکلي چې د ( د امریکا د وسله والو ځواکونو) عمومي لوی درستیز مارک میلي او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخواني قوماندن سکاټ میلر هم پدې موافق و چې د ۲۵۰۰ امریکایي سرتیرو پریښودل تر ټولو غوره لار وه. خو جمهور رئیس بایډن بیا په یوې مرکې کې ویلي چې قضیه پدې شکل نه وه او دا چې نظامي سلاکاران په یوه خوله نه و او نه یې غوښتل چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي؟
مککنزي : زه د بایډن د مرکې څخه نه یم خبر. خو په ښکاره توګه زمونږ مشوره – زه د ځان په هکله غږیږم – د ۲۵۰۰ سرتیرو پریښودل و. که چیرته مونږ ۲۵۰۰ سرتیري پریښي وی، د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو هم لږ تر لږه ۴۰۰۰ سرتیري په افغانستان کې پریښودل.
امریکا غږ : تاسو د هغه څه چې په افغانستان کې پیښ شول، د څو کالونو راهیسې مو تل ملامتي په جمهور رئیس جو بایډن او مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اچولې. له همدې دواړو څخه به یو یې، د امریکا راتلونکی جمهور رئیس وي. آیا تاسو پدې هکله کومه اندیښنه لرئ؟
مککنزي : اندیښه ښایي سم ټکی نه وي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې د متحده ایالاتو پوځ او د پوځ څلور ستوري لرونکي ( ستر جنرالان) باید په بشپړه توګه له سیاست لیرې اوسي. پوځ باید دیته چمتو اوسو چې د اساسي قانون له مخې ټاکل شوي او باصلاحیته مشر قانوني امرونو ته ځواب ووایي او که ترې ور ها خوا بل نظر ولري، زما فکر کوم د جمهوریت آیندې ته خطر پیښوي.
فورم \ دبحث خونه