د لاس رسي وړ اتصالات

عطا نور د حکومت په ضد خپل پلان شوی لاریون وځنډوه


بلخ پخواني والي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل د کابل پروسې د کنفرانس د غونډې له امله یې د کابل په لور خپل لاریون ځنډولی دی.
بلخ پخواني والي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل د کابل پروسې د کنفرانس د غونډې له امله یې د کابل په لور خپل لاریون ځنډولی دی.

د بلخ پخوانی والی عطاء محمد نور وايي، چې د کابل په لور د را روانې چهارشنبې په ورځ پلان شوی لوی لاریون یې د کابل پروسې د کنفرانس په خاطر ځنډولی دی.

دمخه د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پر افغان حکومت د خپلو غوښتنو دمنلو لپاره د راروانې چهارشنبې په ورځ د کابل په لور د زرګونو موټرو په بدرګه د یو ستر لاریون ترسره کولو اعلان کړی وو.

خو ښاغلي نور د د یو شمیر سیاسي مشرانو او چارواکو سره د یکشنبې په ورځ د غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې خپل دا لاریون یې د کابل د کنفرانس د جوړیدو او د افغانستان د ملي ګټو له امله یو بل وخت ته ځنډولی دی.

د جمعیت اسلامي د ګوند اجرائيه رئيس عطاء محمد نور په مزار شریف کې یوې مشورتي غونډې ته وویل چې کابل ته د خپل لاریون څخه لاس په سر شوی نه دی او په نږدې راتلوونکي کې به دا لاریون ترسره کړي.

ښاغلي نوروویل "زمونږ پرېکړه پر دې وه، چې یو لوی لاریون د عدالت غوښتنې په هدف وکړو، مونږ پدې پرېکړه کې جدي وو او یو. دا چې ددې لاریون تاریخ د فبرورۍ له ۲۸ نیټې سره سمون خوړ او په همدې ورځ د کابل پروسې کنفرانس وو، چې ګڼ هیوادونه پکې له افغانستان سره مرستو ته را غونډیږي. د نړیوالې ټولنې، بین المللي همکارانو، د لویو شخصیتونو او د جمعیت د رهبرۍ غوښتنه هم همدا وه، زمونږ فیصله په دې وشوه چې د لاریون تاریخ بدل کړو ترڅو زمونږ ملي منافع زیان و نه ویني".

ښاغلي نور په ټینګار وویل ددې لاریون د تاریخ بدلون پدې معنی ندی چې لاریون له ترسره کولو تېر شوی دی.

د بلخ دا پخوانی والي پداسې حال کې نن د خپل لاریون د تاریخ د بدلون خبره کړې، چې تېره ورځ په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن په کابل کې د ناټو په قوماندانۍ کې خبریالانو ته وویل چې د سیاسي اشخاصو ترمنځ اختلافات باید امنیت په خطر کې وانه چوي.

جنرال نیکولسن وویل" د یوه نظامي قومندان په توګه زما یوازینۍ غوښتنه به دا وي، چې سیاست باید امنیت د ګواښ سره مخ نه کړي، زمونږ یو هدف دا دی چې له افغانستان سره د سولیزو مذاکراتو په برخه کې مرسته وکړو".

جنرال نیکولسن دا هم وویل کله چې امنیت د سیاسي اشخاصو له خوا له خطر سره مخامخ کیږي نو دوی له ټولو اړخونو سره د خبرو هڅه کوي ترڅو سیاسي اختلاف پرامنیت اغیز ونه کړي.

د ناټو په سازمان کې د امریکا استازې سفیرې کای بیلي هم په دې اړه بیا وویل چې مزار شریف ته تللې وه او د هغه ځای له سیاسي وضعیت نه خبره ده خو هغې پر افغانو مشرانو باندې غږ وکړ، چې روانې لانجې ته دې ژر د حل لار ولټوي.

کای بیلي وویل "مونږ کوم رول نه لرو، خو وایو چې دا د مذاکراتو برخه ده او باید په مخ لاړ شو".

ولسمشر غني ۷۰ ورځې وړاندې د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور استعفی ومنله او د هغه پر ځای یې انجینر محمد داود دوالي په توګه معرفي کړ.

خوښاغلی داود لا هم په کابل کې دیره دی او خپله څوکۍ یې نه ده نیولې.

د بلخ پخواني والي د ولسمشر غني د پریکړې سره مخالفت کړی او په تیرو څه باندې دوو میاشتو کې یې نږدې هره ورځ د ولسمشر د پریکړې د غندنې او په خپل ملاتړ د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې غونډې جوړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG