د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان پخوانی صدراعظم په یو وسله وال برید کې له ټپی کیدو وروسته په روغتون کې مړ شو 


د جاپان پخوانی صدراعظم شینزو ابی
د جاپان پخوانی صدراعظم شینزو ابی

د چاپان دولتي ټلویزیون (NHK) راپور ورکړی چې ددې هیواد پخوانی صدراعظم شینزو ابی پر هغه باندې د شوي وسله وال برید څخه څو ساعته وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د جمعې په ورځ د جون په اتمه (چنګاښ ۱۷) راپور ورکړ چې شینزو ابی د جاپان په لویدیځ کې د "نارا" په ښار کې د انتخاباتي کمپاین د وینا پر مهال د یو بریدګر له خوا په ډزو ووژل شو.

ددغه اژانس د راپور له مخې له دغې پېښې وروسته د جاپان پخوانی صدراعظم د هیلیکوپتر په مرسته روغتون ته انتقال شو، خو د ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

شینزو ابي ۶۷ کلن و او په ۲۰۲۰ کال کې یې د روغتیايي ستونزو له امله د جاپان د صدراعظم په توګه له خپلې دندې استعفا کړې وه.

هغه له کار څخه د ګوښه کیدو دمخه خبریالانو ته ویلي و، چې دا ډول پرېکړه یې د کولیټ د ناروغۍ (د کلمو د پړسوب) د بیا رامنځټه کیدو له امله کړې ده. د ښاغلي ابې د دندې موده په ۲۰۲۱ کال کې پای ته رسیدله.

ښاغلي ابی د خپل تره، اساکو ساتو د ریکارډ په ماتولو سره چې د ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۲ پورې د جاپان صدراعظم و، د جاپان په تاریخ کې د ترټولو اوږد مهاله صدراعظم په توګه دنده ترسره کړه.

د جاپان دولتي ټلویزیون (NHK) همداشان د پولیسو له خوا د بریدګر د نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه سړي نوم "تیتسویا یاماګامي" دی او ۴۱ کاله عمر لري.

د دې اژانس د معلوماتو له مخې، بریدګر درې کاله په دفاعي ځواکونو کې دنده ترسره کړې ده. د راپورونو له مخې بریدګر له نیول کېدو وروسته د هغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د جاپان د پخواني صدراعظم څخه ناراضه و او له همدې امله یې وغوښتل چې هغه ووژني.

د نړۍ په یو خوندي هیواد جاپان کې د دغه پخواني چارواکي او د یو نفوذ لرونکي شخصیت وژنې د دغه هیواد د اتباعو په ګډون ډیر خلک حیران کړي دي.

د جاپان پولیسو ویلي دي چې د دغه پخواني چارواکي د وژنې په اړه پلټنې روانې دي.

د جاپان د پخواني صدراعظم په وژنه نړیوال غبرګونونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې په اندونیزیا کې د جي ۲۰ هیوادونو په غونډه کې یې ګډون کړی د جاپان پخوانی صدراعظم یو نظر لرونکی شخص بللی او ویلي یې دي چې هغه د خپل صدرات په دوره کې له امریکا سره د جاپان اړیکې پیاوړې کړې.

د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د جمعې په ورځ د جولای په اتمه (چنګاښ ۱۷) د جاپان د پخواني صدراعظم شینزو ابي وژنه وغندله او هغه یې یو "ستر" مشر وباله.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په یو ټویټ کې، د جاپان د پخواني صدراعظم د مشرتابه ستاینه وکړه او ویې ویل چې هیواد یې په دې "تور او غمجن حالت" کې د جاپان تر څنګ ولاړ دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یو ټیلیګرام کې د شینزو ابی مړینه یوه "نه جبرانیدونکې ضایعه" ګڼلې او هغه یې "یو نامتو دولتي مقام" وباله.

د جنوبي کوریا صدراعظم یون سیوک یول، د ابی وژنه یو "د نه منلو وړ جنایي عمل" بللی دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې جاپان "یو ستر صدراعظم" له لاسه ورکړ. مکرون وویل چې ابی "خپل ژوند خپل هیواد ته وقف کړ او د نړۍ د ثبات لپاره یې کار وکړ."

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د ابې په وژنه سخته خواشیني ښودلې او له جاپان سره یې پیوستون اعلان کوی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، د اروپایی اتحادیې د کمیسیون مشرې اورسولا ون دیرلاین، د هالنډ صدراعظم مارک روت، د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په جاپان کې د چین سفارت او د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د جاپان د پخواني صدراعظم شینزو ابی وژنه غندلې ده.

XS
SM
MD
LG