د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: په ټول پاکستان کې د مدني نافرمانۍ حرکت پیل کوو


نوموړي د پنجشنبې په شپه،  دسمبر پنځمه (لنیدۍ ۱۵مه) په یوه پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتي، چې د دسمبر په ۱۳مه په پېښور کې د "شهیدانو د درناوي لپاره په یوه ستره غونډه" کې ګډون وکړي.
نوموړي د پنجشنبې په شپه،  دسمبر پنځمه (لنیدۍ ۱۵مه) په یوه پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتي، چې د دسمبر په ۱۳مه په پېښور کې د "شهیدانو د درناوي لپاره په یوه ستره غونډه" کې ګډون وکړي.

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د خپلو پلویانو د ځپنې او د ځینو د مړینې په غبرګون کې ګواښ کړی، چې په روانه میاشت کې به د مدني نافرمانۍ پراخ حرکت پیل کړي.

عمران خان، چې اوس مهال په زندان کې دی، د خپلو پلویانو د وژل کېدو په اړه د عدلي پلټنو غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، دغه پېښه د نومبر په ۲۶مه د اسلام‌آباد په سوله‌ییزو مظاهرو کې شوې، چې لږ تر لږه ۱۲ کسان په کې وژل شوي دي.

نوموړي د پنجشنبې په شپه، دسمبر پنځمه (لنیدۍ ۱۵مه) په یوه پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتي، چې د دسمبر په ۱۳مه په پېښور کې د "شهیدانو د درناوي لپاره په یوه ستره غونډه" کې ګډون وکړي.

عمران خان، چې د تحریک انصاف ګوند مشري کوي، د خپلو پلویانو د نیولو او د مظاهرو پر مهال د پولیسو د تاوتریخوالي په اړه د پلټنو غوښتنه هم کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د ګوند سلګونه غړي لا هم په زندانونو کې دي او ځینې یې لادرکه دي.

د پاکستان حکومت تر دې دمه د عمران خان د ګواښ په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې تحریک انصاف ګوند ته د اعتراضونو د تحریک په اړه خبرداری ورکړی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تحریک انصاف مظاهرو پر مهال د هېڅ چا ژوند ته زیان نه دی اوښتی او یوازې د ربړي ګولیو او اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستل شوی دی.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ دسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۵مه) د دغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان او ځينې همکاران یې تورن کړل چې د حکومت په ضد مظاهرو کې یې خپل پلویان پارولي وو چې د پوځ په تاسیساتو بریدونه وکړي.

ځانګړې محکمې دا قضیه د ایډیاله په زندان کې واورېده او پرېکړه یې اعلان کړه. عمران خان له څه باندې یو کال راهېسې د بېلا بېلو حقوقي قضیو او تورونو له کبله په دغه زندان کې بندي دی.

نوموړی د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کالونو ترمنځ د پاکستان صدراعظم و، خو مخالفانو یې په پارلمان کې په ضد رایه ورکړه او له واک څخه یې لېرې کړ. هغه تور لګوي، چې د پاکستان د پوځ په مشورې د هغه په ضد حقوقي دعوې جوړې شوې چې سیاست ته یې د بېرته ورتګ مخه ونیسي، خو حکومت دا ادعا ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG