د لاس رسي وړ اتصالات

نیومن: طالبان د یو مدرن حکومت د مدیریت کولو توان نلري


د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخوانی سفیر رونالډ نیومن وایي چې طالبان په لنډ مهال کې خپله پالیسي نه بدلوي او دا ډله د یو عصري حکومت د چارو د سمبالولو وړتیا نلري.

ښاغلي نیومن د امریکا غږ سره په مرکې کې ویلي، "فکر کوم طالبان به په لنډ مهال کې بدل نشي" او ټینګار یې وکړ چې د دې ډلې چارواکي د نورو سلا مشورې او وړاندیزونو ته هم غوږ نه نیسي.

د امریکا دې پخواني دپلومات په کابل کې د طالبانو لخوا رابلل شوې د عالمانو لویې غونډې ته په اشارې وویل چې پدې غونډې کې نه یوازې دا چې د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په هکله پریکړه ونشوه بلکې او نه هم د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره پکې اجماع نه وه.

سره لدې چې طالبانو ژمنه کړې چې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي به پرانیزي او ښاغلي نیومن هم پدې مرکې ویلي چې طالبان د هغه تفسیر پر اساس چې هغوي یې د اسلام په هکله لري،ښایي د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په هکله پریکړه وکړي.

د امریکا پخواني سفیر وویل که طالبان ټولشموله حکومت جوړیدو ته غاړه کښینږدي، ښایي د هغوي پر ضد به د وخت په تیریدو سره مقاومت او ستونزې ډیرې شي خو پدې یې هم ټینګار وکړ چې ډاډه ندی آیا نور مقاومت به طالبان اړ کړي خپل دریځ بدل کړي که نه.

طالبان نږدې یو کال کیږي چې په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا ادارې د دې ډلې سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د ټولشموله حکومت جوړول، د میرمنو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو بشري حقونو درناوی او د ترهګرو ډلو سره د اړیکو پریکون هغه شرایط دي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره ټاکلي دي.

خو ها خوا بیا طالبان ټینګار کوي چې حکومت یې ټولشموله دی او د افغانستان ټولو قومونو ته پکې برخه ورکړل شوې.

ښاغلي نیومن پدې هکله وویل، " هیڅ داسې نښه نه وینم چې هغوي (طالبان) به دا غوښتنې ومني. زه فکر کوم هغوي په مخالف لوري روان دي".

XS
SM
MD
LG