د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي ځواکونو په لوګر کې ۴۰۰ کیلوګرام چرس نیولي


د پیښې په تړاو د فیض‌الله په نوم یو کس هم نیول شوی دی.
د پیښې په تړاو د فیض‌الله په نوم یو کس هم نیول شوی دی.

د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د شنبې په ورځ د ملي امنیت ریاست منسوبینو د لوګر ـ پکتیا په لویه لار د مرکز پُل علم اړوند د چونۍ کلا په سیمه کې ۴۰۰ کیلو ګرام چرس نیولي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم خان صالح امریکا غږ ته وویل، چې قاچاقبرانو غوښتل دغه مخدره مواد د لوګر د څرخ او خروار ولسوالیو له لارې غزني ولایت ته ولیږدوي.

ښاغلي صالح وویل "دوی (قاچاقبرانو) په همدې سیمه کې له یو بل موټر سره ټکر کړی وو په همدې موقع کې زموږ امنیتي ځواکونه رسیدلي او یو کس یې له چرسو سره لاس په لاس نیولی دی".

د لوګر د والي ویاند پر وینا، نیول شوی کس فیض‌الله نومیږي، چې اوسمهال د پولیسو په توقیف کې تر پلټنو لاندې دی.

شاوخوا یوه میاشت مخکې هم د لوګر ولایت د مرکز پُل علم اړوند په چونۍ کلا سیمه کې امنیتي ځواکونو ۱۲۰۰ کیلوګرام چرس، چې په اوښانو باندې بار وو کشف او ضبط کړي وو.

XS
SM
MD
LG