د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې افغان ځواکونو عملیاتو کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي


په افغانستان کې اکثره د ښکیلو خواو ترمنځ په جګړه کې ملکي وګړو ته د سر زیان رسیږي.
په افغانستان کې اکثره د ښکیلو خواو ترمنځ په جګړه کې ملکي وګړو ته د سر زیان رسیږي.

ننګرهارولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژلو ادعا شوې ده.

په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو په یو کور چاپه وهلې چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پېښه تېره شپه( غبرګولې لسمه ) د بټي کوټ ولسوالۍ جاني خېلو سیمه کې شوې ده.

سرچینه وايي چې د صفر دو قطعې په دغو عملیاتو کې یو سپین ږیری دوه یې زامن او یو وراره یې وژل شوي او د غې کورنۍ دوه ماشومان زخمیان شوي دي.

د دغې سرچینې د وینا له مخې، ځانګړو ځواکونو څلور تنه ژوندي هم له ځان سره وړي دي.

د بټي کوټ ولسوال عبد الوهاب هم دغه پېښه تایید کړې ده، خو ‌‌‌‌‌‌د پیښې په اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې پېښه شوې، ملکي مرګ ژوبله هم لري خو په دې اړه لا نور معلومات نه لري.

د سیمې یو اوسېدونکي سیف الله امریکا غږاشنا راډیوته وویل، چې افغان ځانګړي ځواکونه د شپې په یولسو بجو د جاني خېلو سیمه کې د یو ځايي اوسېدونکي په کور ورغلي چې د دغې کورنۍ څلور غړي یې وژلي دي، چې دښاغلي سیف الله د ادعا له مخې عام وګړي و.

دا په یوه اونۍ کې دوهم ځل دی، چې د ننګرهار په ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسیږي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو د وینا له مخې د تیرې دوشنبې په شپه هم د صفر دو قطعې د عملیاتو پر مهال، چې د دغه ولایت د چبرهارپه ولسوالۍ کې شوي وو، نهه تنه چې شپږ یې ملکي وګړي وو.

د دې پیښې په اتو ټپیانو کې یوه ښځه او یوه ماشومه هم شاملې وې.

افغان حکومت د چپرهار د پیښې د څیړلو لپاره یو پلاوی هم ټاکلی، خو تراوسه دغه پلاوي د پیښې په تړاو خپل رپوټ له خلکو سره نه دی شریک کړی.

XS
SM
MD
LG