د لاس رسي وړ اتصالات

څلور ستور مزلي فضا کې د پنځو میاشتو تیرولو وروسته ځمکې ته راښکته شول


دې څلورو فضا نوردانو په نړیوال فضایي مرکز کې پنځه میاشتې تیرې کړلې.
دې څلورو فضا نوردانو په نړیوال فضایي مرکز کې پنځه میاشتې تیرې کړلې.

د متحده ایالاتو، روسیې او جاپان څلور ستورمزلي چې په فضا کې یې پنځه میاشتې ماموریت ترسره کړی و، په سیمه ایز وخت شنبه مارچ ۱۱ ناوخته یې کپسول د مکسیکو په خلیج کې په اوبو کې ښکته شو.

دوي د SpaceX په کپسول کې د فلوریډا ایالت په ساحل کې ښکته شول.

دې فضا نوردانو په نړیوال فضایي مرکز کې پنځه میاشتې ماموریت وکړ او تیر کال د اکټوبر په میاشت کې هلته رسیدلي و.

دوي په نړیوال فضایي مرکز کې ځیني شیان پاک کړل چې هلته ورته اړتیا نه وه، د روسیې دوه سوري شوي کپسولونه یې هم بیرته ورغول چې د مدار څخه د باندې ځای پر ځای شوي و او هم یې په فضا کې د نورې عملې لپاره یوه بیړۍ بدله کړه چې عاجل ضرورت یې و.

د ماموریت مشري امریکایي فضا نوردې نیکول مان کوله. هغه لومړنۍ اصلي امریکایۍ میرمن شوه چې فضا ته یې سفر وکړ.

ددې ستورمزلو بیړۍ سهار وختي د نړیوال فضایي مرکز څخه ځمکې ته راښکته کیدل پیل کړل او ۱۹ ساعته وروسته سمندر کې ښکته شول.

ټاکل شوې وه چې هغوي څو ورځې وړاندې ځمکې ته راښکته شوي وای، خو دا چې تند باد لګیده او په سمندر کې څپې وې، هغوي اړ شول چې څو ورځې نورې هم په فضا کې تیرې کړي.

میرمن مان تر رارسیدو وروسته وویل چې سفر یې ډیر اوږد و او خوښه ده چې بیرته کور ته ستنیږي.

هغې زیاته کړه ، "صبر مې نه کیږي چې پر مخ مې باد احساس کړم، تازه واښه بوی کړم او د ځمکې خوندور خواړه وخورم".

جاپاني فضا نورد بیا ویلي چې د سوشو خواړو ته یې زړه شوی او روسۍ فضا نوردې غوښتل د پلاستیکي کڅوړې پر ځای په اصلي پیالې کې تود چای وڅښي.

د دې کسانو تر ښکته کیدو وروسته اوس په فضایي مرکز کې اوه فضا نوردان پاتې چې درې یې امریکایان، درې یې روسان او یو یې د عربي متحده اماراتو تبع دی.

XS
SM
MD
LG