د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو څلور تازه پېښې ثبت شوې


په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۲۳ ته ورسېد.
په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۲۳ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزن (پولیو) د څلورو تازه پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د اړیکو مسول مرجان راسخ د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۵مه (چنګاښ پنځمه) امریکا غږ ته وویل چې دا تازه پېښې د ارزګان په مرکز ترینکوټ، د هلمند په دیشو، د فراه په بالابلوک او د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له دغو څلورو پېښو سره د پولیو ټولټال شمیر د ۲۰۲۰ کال له پیل څخه تر اوسه ۲۳ پېښو ته رسېږي، چې له دې ۲۳ پېښو له جملې ۱۳ یې له جنوبي حوزې څخه، دوه پېښې له ختیځې حوزې څخه، څلور پېښې له لویدیځې حوزې څخه، یوه پېښه د شمال د بلخ ولایت او بله پېښه هم د بدخشان له ولایت څخه راپور شوي دي".

ښاغلي راسخ زیاته کړه چې لا تراوسه د روان عیسوي کال شپږمه میاشت روانه ده او د هوا د تودوخې زیاتوالي ته په پاملرنې د دې احتمال شته چې سږکال د پولیو پېښې په افغانستان کې زیاتې شي.

د روغتیا وزارت دغه چارواکي د ناامنیو ترڅنګ سږکال د کروناویروس د وبا له امله د پولیو ضد درېیو کمپاینونو ځنډېدل په روان کال کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو د زیاتېدو عمده لاملونه یاد کړل.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي شمیرو په اساس تیر میلادي کال په دغه هېواد کې د پولیو ۲۹ پېښې ثبت شوې وې.

XS
SM
MD
LG