د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې وسله‌والو څلور لمونځ کوونکي وژلي


پېښه تېر ماسختن د سرخرود ولسوالۍ په شمشپور ادمخېلو کلي کې پر داسې مهال شوې چې لمونځ کوونکي له لمانځه وروسته له جومات څخه بهر وتل.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په جومات کې یو شمېر وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي چې له امله یې څلور لمونځ کوونکي وژل شوي او د ملا امام په ګ‌‌‌‌‌‌ډون درې نور ټپیان دي.

د سیمې یو اوسېدونکي میرویس امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې د ملا امام زوی هم وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي ددغې پېښې څېړنه کوي او تر اوسه مالومه نه ده چې په جومات کې پر لمونځ کوونکو چا برید کړی دی.

بهسودو پل ته څېرمه دوه چاودنې شوي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند بهسودو پل سره پر سرک دوه پرلپسې چاودنې شوي، چې ځاني زیان نه لري.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د بهسودو پل ته څېرمه سرک کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، چاودنه یې کړې، خو چاته زیان نه دی اوښتی او مالي زیانونه یې اړولي دي.

نوموړي وویل جلال اباد کې د مغل خان په نوم د یو خصوصي روغتون په دننه کې هم چاودنه شوې چې د سر زیان نه لري خو د روغتون شیشې یې ماتې کړي دي.

له دې وړاندې یاد روغتون ته ځینو خلکو پر ټلیفون ګواښونه کړي و

XS
SM
MD
LG