د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د ملي اردو ۱۴ سرتیري وژل شوي


په دې وروستیو میاشتو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په لودیځو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.
په دې وروستیو میاشتو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په لودیځو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه ( لیندۍ ۱۵ مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د زاول په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی، چې د برید وروسته په دغه پوسته کې د دیرشوڅخه له زیاتو میشتو سرتیرو سره اړیکې يې پرې شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د زاول د ولسوالۍ د "چشمه" په کلي کې د ملي اردو په یوه پوسته ډله ییز برید کړی، چې له امله یې دا پوسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

ښاغلي فرهاد وویل، چې د برید پر مهال په دغه پوسته کې له دیرشو زیات سرتیري دیره وو.

هغه په دې جګړه کې د ملي اردو سرتیرو ته د سر د اوښتي زیان په اړه څه ونه ویل.

خو د هرات په ولایت کې یو لوړ پوړې چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تیرې شپې په نښتو کې د ملي اردو ۱۴ سرتیري وژل شوي او د څلورو ټپي سرتیرو په ګډون شل نور سرتیري د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د زاول په ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتیرو او وسله والو طالبانو ترمنځ د تیرې شپې جګړه تائید کړه او ویې ویل، چې دا جګړه د شپې په نهو بجو پیل شوې وه، چې د جمعې د ورځې د سهار تر دوو بجو پورې یې دوام درلود.

هغه وویل، چې په جګړه کې د ملي اردو سرتیرو ته تلفات رسیدلي، خو دقیق شمیر یې ونښود.

ښاغلي نجیبي وویل، چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر درون زیان رسیدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د دغې جګړې په اړه ویلي، چې د تیرې شپې په جګړه کې د ملي اردو سرتیرو ته د مرګ ژوبلې سربیره طالب وسله والو د ملي اردو شل سرتیري ژوندي هم نیولي دي.

طالبانو د دغو نیول شوو سرتیرو یو لنډه ويډیو هم خپره کړې ده.

د زاول ولسوالۍ تشکیلات د هرات ولایت په تشکیلاتو کې تازه اضافه شوي دي.

دا ولسوالۍ پخوا د شینډنډ د ولسوالۍ مربوط وه.

په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان فعال حضور لري.

XS
SM
MD
LG