د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه اوکراین ته ټانکونه ورکوي


 
 

د فرانسې جمهوري ریاست د چهار شنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومي ۱۴) وویل له اوکراین سره د نظامي مرستو په دوام، پاریس دا ځل کیف ته ټانکونه ورکوي څو د یاد هیواد ځواکونه د روسیې د یرغل په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي.

د فرانسې د ولسمشرۍ یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل دا مرسته د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون او د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د تلفوني خبرو وروسته اعلان شوه.

فرانسه له اوکراین سره د مرستو په دوام په خپل تازه اقدام کې هغه هیواد ته AMX-10 RC ټانکونه ورکوي. دغه ټانکونه چې د ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې په هغه هیواد کې کارول کیږي په تدریج سره د فرانسې په پوځ کې کمیږي.

فرانسې تر دې مخکې له اوکراین سره د توپونو، زغره والو ترانسپورتي موټرونو، د الوتکو ضد مزایلو او د هوایي مدافع د سیستمنونو مرسته کړې ده. خو له دې سره سره مکرون هڅه کړې چې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوټین سره خپل دیپلوماتیک روابط وساتي.

دا لومړی ځل دی چې په غرب کې طرحه شوي ټانکونه اوکرایني ځواکونو ته ورکول کیږي.

د ناټو متحدینو د تیر کال د فبروري میاشتې راهیسې، له هغه وخته چې روسیې پر اوکراین برید پیل کړی، له کیف سره خپلې نظامي مرستې ډیرې کړي او هغه هیواد ته یې پرمختللي تسلیحاتي سیستمونه ورکړي دي.

د ټانکونو، جنګي الوتکو او لري واټن ویشتونکو توغندیو ورکړه له ډیره وخته راهیسې پارونکی کار بلل کیږي او د غرب او روسیې ترمنځ د تقابل خطر زیاتوي.

خو له دې سره سره اوکراین ندي ویلي چې څومره ټانکونه به اوکراین ته ورکړي، خو ددغو ټانکونو د حفظ او مراقبت او روزنې په برخه کې هوکړه شوې ده.

د فرانسې دفاع وزارت ویلي دي چې ډیر ژر به د اوکراین له دفاع وزیر سره خبري اتري پیل کړي.

د اوکراین ولسمشر لادمیر زیلنسکي پر یو ټویټ ددغو ټانکونو د مهیا کیدو له امله له مکرون څخه مننه کړې ده.

XS
SM
MD
LG