د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې فرانسوی خبریال وژل شوی


په اوکراین کې یو فرانسوی خبریال چې د دنباس په سیمه کې یې د بشري مرستو عملیاتو په هکله راپورونه برابرول د توغندي په یوې ټوټې تر لګیدو وروسته دوشنبه مې ۳۰ (غبرګولي ۹)وژل شوی.

دې خبریال فردریک لکلر-امهوف چې ۳۲ کاله عمر یې درلود، د (BFM) تلویزیون لپاره یې کار کاوه.

د تلویزیون په اعلامیې کې ویل شوي چې خبریال یې د مرمۍ ضد موټر کې سپور و او د دنباس سیمې د سیفیرودونتسک ښار سره نږدې وژل شوی. روسي او اوکرایني ځواکونه پدې ښار کې په سختو جګړو اخته دي.

خبریال امهوف شپږ کاله کیده چې د (BFM) تلویزیون سره یې کار کاوه.


د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون په ټویټر کې وژل شوي خبریال ته د درناوي مراتب وړاندې کړي. ښاغلي مکرون لیکلي چې دا خبریال اوکراین ته تللي و چې د جګړې د ریښتینولي وښیي.

د فرانسې جمهور رئیس همدارنګه ویلي چې وژل شوی خبریال په یو بس کې د عامو خلکو سره سپور و چې غوښتل یې د جګړې د سیمې څخه ووځي.

ښاغلي مکرون ددې خبریال د کورنۍ او خپل خپلوانو سره د غم شریکي د څرګندولو تر څنګ د خبریالانو سره چې د اوکراین د جګړې په هکله د راپورونو ورکولو لپاره دې هیواد ته تللي، د فرانسې د "شرط او قید پرته" ملاتړ ژمنه وکړله.

د جمهور رئیس ایمانیول مکرون تر څنګ د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د دې خبریال وژل کیدل "ټکان ورکوونکي" بللي او د هغه د وژل کیدو په هکله یې د رڼو پلټنو غوښتنه کړې.

ها خوا د لوهانسک د سیمې والي بیا ویلي چې دا فرانسوی خبریال د مرمۍ ضد یو موټر کې روان و چې د ملکیانو د ایستلو لپاره سیمې ته روان و او روسي ځواکونو پرې ډزې کړي.

والي په ټیلګرام کې لیکلي چې "د راکټ یوې پرچې د مرمۍ ضد دا موټر سوری کړی او فرانسوی خبریال یې په غاړې کې ټپي کړی". والي همدرانګه ویلي چې د ګزمې افسر هم لګیدلی خو دا چې هغه نظامي خولۍ درلوده، د مرګ څخه بچ شوی.

پدې پیښه کې یو بل فرانسوی خبریال ټپي شوي هم دی.

XS
SM
MD
LG