د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه ایران ته: 'بې ثباته کوونکې کړنې بندې کړئ'


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا شنبه جنوري شپږمه (مرغومي ۱۶) د خپل ایراني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له دې هیواد څخه غوښتي چې په سیمې کې د "بې ثباته کوونکو" کړنو څخه لاس واخلي ځکه د هغې په قول په منځني ختیځ کې د شخړې پراخیدو سبب کیدی شي.

میرمن کولونا په یوې اعلامیې کې چې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان سره په ټیلیفوني خبرو کې په ښکاره توګه ویلي چې په سیمې کې د جګړې خطر تر بل هر وخت ډیر دی.

د اعلامیې په یوې برخې کې راغلی، " ایران او متحدین یې باید په سمدستي توګه خپل بې ثباته کوونکي کړنې بندې کړي. د تشدد ډیروالی د هیچا په ګټه نه دی."

د فرانسې دې جګپوړې دپلوماتې د څرګندونو څخه وړاندې په لبنان کې د حزب الله ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د حماس مرستیال وژل کیدو په ځواب کې په اسرائیل کې دننه په یوې اډې ۶۲ توغندي توغولي.

د لبنان حزب الله ډلې ویلي چې د دغو توغندیو توغول د حماس د مرستیال صالح العاروري د وژلو لومړنی غبرګون دی چې د جنورۍ په دوهمه د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. په دغه چاودنه کې د حماس شپږ نور غړي هم وژل شوي دي.

حزب الله په دې باور دی چې اسرائیل د هغو توغندیو د توغولو مسوول دی چې العاروری یې وژلی، خو اسرائیل تر اوسه د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله له قوله ویلي چې" موږ د دومره جدي تاوتریخوالي پر وړاندې چپ نه شو پاتې کیدای".
حماس او په سیمه کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې العاروري د اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی، خو اسرائیل تر اوسه په مستقیم ډول د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

اسرائیل د اکټوبر اوومې نیټې برید څخه وروسته هوډ کړی چې په غزې کې د حماس ډله به له منځه وړي. د اسرائیل په بریدونو کې د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، تر دې دمه ۲۲۷۲۲ تنه وژل شوي چې اکثریت یې میرمنې او او ماشومان .

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري سره یې هم په ټیلیفون کې خبرې کړي او د ایکس په شبکې کې یې لیکلي چې فرانسه او مصر غزې ته د بشري مرستو رسولو او جدي ټپي شویو کسانو د لیږد په هلو ځلو کې په لومړي قطار کې ولاړ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG