د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د کوکنارو پر ځای د میوو باغونو د جوړلو هڅې


په ننګرهار کې د کوکنارو پر ځای د میوو باغونو د جوړلو هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د ننگرهار سرخرود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې په همدې ځمکه دوه کاله مخکې کوکنار کرل شوي وو، خو خاوند یې پرې د الوچو او شفتالانو باغ جوړ کړ او د یو جریب ځمکې له باغه یې سږنی کال د دوه سوه زره پاکستانیو کلدارو حاصل خرڅ کړی دی.

قسیم الله٬ کروندګر وايي که د باغونو جوړولو او پاللو لپاره حکومت او موسیسې هم لږه مرسته وکړي نو هیڅوک به کوکنار ونه کري. هغه وایي خلک د مجبورې نه کوکنار کري.

ځايي خلک چې دوه کاله مخکې همدې سیمې ته ورغلي وو چې کوکنار پرې کرل شوي وو نو خوشاله دي چې اوس پرې باغونه جوړ شوې دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست وايي چې د نویو باغونو د جوړلو لپاره یې هڅې گړندۍ کړي او د باغونو د پالنې لپاره به هم له کروندګرو سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG