د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکی: جي ۷ غونډه به پر روسیې د فشارونو د زیاتیدو اقدامات اعلان کړي


د جي اوه یا اوو صنعي هیوادونو مشران
د جي اوه یا اوو صنعي هیوادونو مشران

یو جګپوړي امریکایي چارواکي د چهار شنبې په ورځ جون ۲۲ (جنګاښ لومړۍ) وویل چې د جي اوه مشران به په خپله راتلونکې غونډه کې چې په جرمني کې جوړیږي، پر روسیې د فشارونو نوي اقدامات اعلان کړي.

دغه چارواکي زیاته کړه چې پر روسیې به د فشارونو د زیاتیدو په هدف د پيشنهاداتو یوه مشخصه مجموعه وړاندې کړي.

نوموړي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:‌" څنګه د پوتین د رژیم درد حد اکثر ته ورسوو؟ څنګه یې پر نورې نړۍ تاثیرات حد اقل ته ورسوو؟ "

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن به د شنبې په ورځ جرمني ته ولاړ شي او د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان له مشرانو سره به په غونډه کې ګډون وکړي.

د نړۍ دغو شتمنو هیوادونو پر اوکراین د روسیې د برید له امله د مسکو د مجازاتو په هدف یو اقتصادي او دیپلوماتیک کمپاین پیل کړی دی.

روسیې د روان میلادي‌ کال د فبروري له ۲۴ نیټې څخه راپدیخوا پر اوکراین پراخ نظامي برید پیل کړي او اوس د هغه هیواد په ختیځ او سهیل کې سخته جګړه روانه ده.

له یکشنبې څخه تر سه شنبې پورې د جي اوه یا اوو صنعتي هیوادونو په غونډه کې به له ګډون وروسته، د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن راتلونکې اوونۍ د ناټو په غونډه کې د ګډون په هدف د اسپانیا مادرید ښار ته ولاړ شي.

امریکایي چارواکي وایي د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي به دواړو غونډو ته په انلاین شکل وینا وکړي.

له روسیې سره د جګړې د زیاتیدو تر څنګ، ټاکل شوېده ناټو د تړون د "نوي ستراتیژیک مفهوم" د سند د لاسلیک پرمهال د لومړي ځل لپاره چین په رسمي شکل د یوې اندیښنې په توګه ونوموړي.

چارواکو ویلي دي چې په دې اقدام سره به هغو ننګونو ته رسیدګي وشي چې د چین له طرفه رامنځ ته کیږي. ددې سند په پخوانۍ نسخه کې چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوې وه، د چین په اړه داسې څه نه وو ذکر شوي.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې د خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG