د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د سیداحمد ګیلاني د جنازې په مراسمو کې وویل، د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د ښاغلي ګیلاني په وخت کې له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه د افغان دولت لویه لاسته راوړنه ده.
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر سیداحمد ګیلاني د جنازې مراسم، چې په کې د افغان دولت لوړپوړو چارواکو او سیاسي او جهادي شخصیتونو ګډون درلود نن سهار شاوخوا اته بجې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په ارګ کې ترسره شول.
ولسمشر غني وویل "په لږه موده کې د پیر صاحب تر قیادت لاندې موږ هغه لاسته راوړنه تر لاسه کړه، چې کرزي صاحب یې پیل کړی وو او هغه دا وه چې حزب اسلامي سره او انجینیر صاحب حکمتیار سره د سولې موافقه وشوه."
ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د دغې موافقې عملي کول د داوړو خواوو مسولیت دی.
په ارګ کې د جنازې د لمونځ له ادا کولو وروسته د سیداحمد ګیلاني جنازه ننګرهار ولایت ته ولیږدول شوه.
د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې خاورې ته د سیداحمد ګیلاني د جنازې سپارلو په مراسمو کې وویل، د سولې هفه موافقه چې د ښاغلي ګیلاني په مشرۍ د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ شوې ده، په کې به هیڅ ډول بدلون رانشي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د سیداحمد ګیلاني مړینه به د دغې موافقې پر تطبیق باندې اغیز ونکړي.
سید احمد ګیلاني تیرکال د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شو.
د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د هغه په وخت کې شاوخوا څلور میاشتې مخکې افغان حکومت له اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.
د ښاغلي ګیلاني جنازه نن له غرمې وروسته د کلکو امنیتي تدابیرو او ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د زرګونو کسانو له خوا د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د هغه په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
افغان حکومت د سولې د عالي شورا د مرستیال محمد کریم خلیلي په مشرۍ یو کمیسیون ته دنده سپارلې، چې د سیداحمد ګیلاني د جنازې، خاورو ته سپارلو او فاتحې مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتوالی ونیسي.
سید احمد ګیلاني د شنبې په ماښام د ۸۴ کلونو په عمر د کابل ښار د ملي امنیت په روغتون کې د زړه د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.