د لاس رسي وړ اتصالات

”ګلکسي فولډ“ داسې موبایل چې شیشه یې قاتیږي


د سامسونګ شرکت پلان لري چې د اپریل په ۲۶ نیټه خپل نوی ځیرک موبایل چې ګلکسي فولډ نومیږي بازار ته وړاندې کړي.

دغه نوی موبایل په منځ کې قات کیدلی شي او په دوو بیلابیلو ښیښو باندې د بدلیدو توان لري.

د ګلکسي فولډ موبایل کاروونکی به وکولی شي چې په یو وخت درې بیلابیل پروګرامونه وچلوي. دغه موبایل د ۵ جي انټرنټ کارولو وړتیا لري چې د اوسني انټرنټ څخه ۱۰ ځلې چټک دی.

د دغه موبایل اندازه ۷.۳ انچه ده او شپږ کامرې لري.

د ګلکسي فولډ په دواړو خواو کې دوه بیلابیلې بطرۍ لګیدلي چې هره بطرۍ ۴۳۸۰ ملي امپیر چارج ساتلو وړتیا لري.

د ګلکسي فولډ ۴جي موبایل قیمت شاوخوا ۱۹۸۰ ډالره تخمین شوی دی او داسې اټکل کیږي چې د ۵جي ماډل قیمت به تر دې هم اوچت وي.

د سامسونک شرکت په نړۍ کې د موبایل جوړولو تر ټولو ستر شرکت بلل کیږي چې د ګلکسي موبایلونو لومړی موبایل یې ۱۰ کاله وړاندې جوړ کړی و.

XS
SM
MD
LG