د لاس رسي وړ اتصالات

د تروریزم ستونزې ته د حل تر موندلو پورې افغانستان کې یو- ډنفورډ


جنرال ډنفورد، امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر
جنرال ډنفورد، امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې رئیس جنرال جوزف ډنفورد وايي ځواکونه به یې د تروریزم ستونزې ته د حل ترموندلو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

جنرال ډنفورد وویل " هیڅوک داسې یو وړاندیز نکوي، چې امریکا پرته له دې چې د تروریزم سره په جګړه کې زمونږ د ګټو مسئلې ته حل وموندل شي، له افغانستان څخه ووځي".

دغه لوړپوړې امریکايي چارواکي د امریکا د واشنګټن ډي سي ښار د بروکینز په څیړنیز مرکز کې د چهارشنبې په ورځ ( غبرګولي ۸ مه) خبرې کولی، په ټینګار وویل، تروریزم سره جګړه په جنوبي اسیا کې د امریکا د ګټو په محور کې ځای لري.

جنرال ډنفورد وویل "په جنوبي اسیا کې زمونږ د حضور اصلي دلیل د تروریزم سره مبارزه ده،چې د جنوبي اسیا لپاره د پراخې ستراتیژۍ د ملاتړ لپاره ترسره کیږي".

نوموړي ټینګار وکړ چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د حضور ستراتیژي د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې امریکا ګټو ته په کتنې بحث پرې نشي کیدلی.

جنرال ډنفورد د طالبانو له استازو سره په دوحه کې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیزاد د خبرو هرکلی وکړ او د افغانانو په مشرۍ یې بین الافغاني خبرې د یو مهم اصل په توګه یادې کړې.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ ( غبرګولي ۸ مه) د مسکو په دوهمه بین الافغاني ناسته کې د افغان حکومت د استازو ګډون رد کړ او په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره یې د بهرنیو ځواکونو وتل د یو مخکیني شرط په توګه اعلان کړ.

کورني امنیتي ګواښونه

د امریکا د پوځ عمومي لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورد د واشنګټن ډي سي د بروکینز په څیړنیز مرکز کې د امریکايي ځواکونو او د دغه هیواد د دفاعي وړتیاو د انتخاب په پس منظر هم وغږیده.

دغه لوړپوړې امریکايي چارواکي د ۲۰۱۵ کال پرتله د امریکا نظامي وضعیت ښه وارزوه او ویې ویل، چې د تیرو څلورو کلونو پرتله د شمالي اتلانتیک ټړون " ناټو" ټولنه هم پیاوړې شوې ده.

د جنرال ډنفورد له نظره د عراق او سوریې وضعیت په تیرو څلورو کلونو کې بدل شوی او د اسلامي دولت یا داعش ډله په دغو هیوادونو کې د ماتې خوړلي ځواک په توګه ګڼل کیږي.

هغه وویل، چې په منځني ختیځ کې د امریکا حضور او په دغه سیمه کې د امریکا تازه پوځ ځای پرځای کول د تحریکولو او یا هم د پوخي مقابلې لپاره نه دي، بلکې د جنرال ډنفورد پر وینا هدف یې په دغه سیمه کې د مخینوي د اقداماتو لپاره یو اغیزمن چمتوالی دی.

جنرال ډنفورد وویل " د ځواکونو ځاي پرځای کولو کې بدلون درې دلیله لرل. لومړی دا چې ایرانیان په دې پوه شي، چې هرکار، چې وکړي، مونږ پوهیږو، چې د هغوی له خوا دی. دوهم دا چې که چیرې زمونږ د مخنیوي اقداماتو ځواب ورنکړ، څنګه ځواب ورکړی شو او درییم داچې ډاډ ترلاسه کړو، چې د مخنیوي لپاره ټول شیان یو د بل ترڅنګ فعال دي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورد، همداشان د روسيې، چین او شمالي کوریا سره د امریکا په اړیکو هم خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG