د لاس رسي وړ اتصالات

متقاعد امریکايي جنرال : پاکستان په کوټه ا و میرانشاه کې طالبانو سره مرسته کوي


متقاعد امریکايیې جنرال جک کین د سه شنبی په ورځ د هېریټج په مرکز کې په افغانستان کې د امریکا پرماموریت او سوله خبرې وکړلې
متقاعد امریکايیې جنرال جک کین د سه شنبی په ورځ د هېریټج په مرکز کې په افغانستان کې د امریکا پرماموریت او سوله خبرې وکړلې

وکله چی زه د سولې خبره کوم نو زما مقصد د ا فغانستان د حکومت اوطالبانو ترمنځ سوله ده، نه دامریکا اوطالبانو ترمنځ، دا یو قدم دی او ښايی په سمه لاره وي.

د ولسمشر غنی اوامریکا حکومتونه پر طالبانو باور نلري". داخبره متقاعد جنرال جک کین د هیریټج په څیړنیز مرکز کې وکړله. ا وکله چی زه د سولې خبره کوم نو زما مقصد د ا فغانستان د حکومت اوطالبانو ترمنځ سوله ده، نه دامریکا اوطالبانو ترمنځ، دا یو قدم دی او ښايی په سمه لاره وي.

که څه هم دافغانستان اوسنی حالت په سیاسی ، اقتصادی او نظآمی لحاظ تر ٢٠٠١ کال نه چی امریکا یان اول ځل هلته ولاړل ډیر زیات توپېرلري، خو سره له دې همامنیتی ستونزې لاروانې دي.

امریکا پرطالبانو شکمنه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

د امریکاپه څېړنیز مرکز هیریټېج فونډیشن کې د سه شنبی په ورځ په افغانستان کې دامریکا د ماموریت پر آینده او روانه سوله باندې یوشمیر پوهانو بحث وکړ.تر ټولو مهم وینا وال متقاعد جنرال جک کین و، خو په غونډه کې نور مهم پوهان هم شامل وو.

متقاعد جنرال جک کین د روان حالت په اړه وویل چې ده له خاص استازي زلمی خلیل زاد سره دوه ځلې کتلې دي او د موافقتنامی مسوده ېې لوستی ده خو خبره هغه وخت په ټپه ودریدله چې طالبانو د مذاکراتوپه وخت کې زموږ په وژلو پیل وکړ او او ولسمشر ټرمپ مذاکرات په ټپه ودرول. او داسمه پریکړه وه. ښاغلی کین زیاته کړله چی ده شخصا هم د ولسمشر ټرمپ له معتبرو چارواکیو او یو دوه ځلې شخصا له ولسمشر ټرمپ سره هم د سولې اوافغانستان پر مسله بحث کړیدی.

متقاعد جنرال کین وايی له ولسمشر غنی سره ېې دوه درې اونۍ مخکی د سولی په برخه کې کتلي دي؛ او دې په دې پوهېږي چی د هغه نظر څه دی او د سولې بهیر چیرته روان دی.

جنرال کین وویل چی ده څو میاشتی مخکې د پاکستان له نوي لوی درستیز سره وکتل. دی مشران ېې ادعا کوي چی له خپلو پخوانیو مشرانو نه توپیر لري.

متقاعد امریکايي جنرال وویل: ماورسره سپینه خبره وکړله چید ډیرو حکومتونو په ترڅ کې موږ ته مخامخ درواغ ویل شویدي. دهغوی لاسونه دامریکایانو په وینو سره دي.استخبارات او نظامی ادارې ېې له طالبانو سره مرسته کوي.

امریکايي جنرال کین زیاته کړله چی ده ورته وویل موږکره شواهد او حقایق لرو . دا اټکل اوقیاس ندی. بلکه حقیقت دی او تاسی د پاکستان په دوو ځایونو میرانشاه او کوئټه کې له طآلبانو سره مرسته کوئ.

متقاعد امریکايي جنرال جک کین: هغوی د کیمیاوی سرې ددو فابریکو ملاتړ کوی او تقریبا ٨٥ فیصدهکورنی ماینوونه او بمونه چی په افغانستان کې خلک وژنی،دافغانستان ا منیتی قواوې او امریکايی قواوی وژنی ددې ټولو منبع پاکستان دی.

ښاغلی کین زیاته کړله چی ده د پاکستان اوسنی لوی درستیز ته داهم وویل پکارده تاسې موږ ته ثابته کړئ چی له پخوانیو مشرانو نه توپیر لرئ او په رېښتیا هم د افغانستان او سیمی په ثبات کې دلچسپي لرئ. تاسی دا څنگه کولی شۍ چې د ثبات هدف سرته ورسوئ. په داسې حآل کې چې له طالبانو سره هم مرسته کوئ، دا زما له فهم نه اوچته خبره ده.

امریکايي جنرال کین د سولی دروانو مذاکراتو په تړاو وویل چې ده له ولسمشر غنی سره هم دوه درې اونۍ مخکیې کتلي دي؛ او دې په دې هم پوهېږی چی د هغه نظر د سولې په برخه کې څه دی او دا بهیر چیرته روان دی.

ښاغلی کین زیاتوي: .. په تاسف باید ووایم چی زما د ارزونې پر بنا، زه ورته خوشبین نه یم. زه د سولې د روغې جوړې امکان ته خوشبین نه یم.

متقاعد امریکايی جنرال جک کین: د سولی روغه جوړه چی زه ورته هیله من یم او کله چې زه د سولی د روغی جوړ په برخه کې خبره کوم، زما مقصد د ا فغانستان د حکومت اوطالبانو ترمنځ سوله ده.

کله چې زه د سولی خبرې کوم نوزه دامریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبره نه کوم. او نه دامریکا اوطالبانو ترمنځ د اوربند خبره کوم. ښايی داټول وشی. خو داسوله نده . دایوقدم دی او ښايی په سمه لاره وي.

جنرال جک کین د امریکا غږ ددې پوښتنی په ځواب کې چی ولسمشر غنی د (سي ان بي سي) سره مرکه کې وویل سوله دافغانستان د خلکو ارزو ده. ما دوهځلې د سولی دوعدې پر بنا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړیدی. خو ترټولو مهمه پوښته داده چې طالبان دیته چمتو دی چې د تشدد پای وویني. دافغانستان ټولنه دیته چمتوده چې هغوې قبول کړي، خو که هغوی سولی ته د حکومت او ټولنی د راپرزولو لپاره د یو پلمی او مخفي وسیلی په توگه گوري. نو حکومت اوټولنه به ېې پرخلاف اقدام وکړي. تاسی د ولسمشر غنی د اظهاراتو په برخه کې څه وایاست؟ او دهغه شک د طالبانو په برخه کې څومره واقعیت لري؟

متقاعد امریکا يی جنرال جک کین: هو! زه فکر کوم چی دا اداره یقینا دی نتیجی ته رسیدلی ده چی پر طالبانو باورونسي. خو سره له دې هم موږ دیته لیوال یو چی مذاکرات وکړو او یوې سوله ئېزې روغی جوړی ته نیژدی شو. ېقینا تر ١٩ کلونو وروسته دامریکا خلک ددې مستحق دي چی داسې وشی.

جنرال جک کین زیاته کړله خو پکارده هرڅوک په دې برخه کې واضح نظر ولري چې موږ له چاسره مخامخ یو. که هغوی په رېښتیا د سولی په لور سیاسي روغه جوړه او اقدامات کوي، نو پکارده چی موږېې شواهد ووینو.

د افغاانستان حکومت دیته چمتو دی چې د سولی په لور گامونه اوچت کړي. ولسمشر اشرف غنی دیته چمتودی چې د سولی لپاره گامونه اوچت کړي. خو ولسمشر غنی د طالبانو په برخه کې هغه شکونه لري چیدامریکا حکومت ېې هم لري. خو له دې ټولو سره سره موږ هغوی ته دا فرصت ورکوو چی ځانونه ثابت کړی چی دوی هم سوله غواړي.

XS
SM
MD
LG