د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکا د جنگ میراث


په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د ١٧ کلنې جگړې میراث چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې جنرال جان نیکلسن ته رسیدلی و، دادی اوس د هغه ځای ناستي جنرال سکات میلر ته انتقالیږي.

سبا د یکشنبې په ورځ جنرال میلر په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت او امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان په توگه دنده پیل کوي.

څیړونکي وايي چې یوازې د وخت په تیریدو به معلومه شي چې آیا جنرال نیکلسن افغانستان له نظامي پلوه د بري په لور سوق کړی او یا که یواځې یې له طالبانو سره روانه جګړه توده ساتلې ده.

جنرال میلر په تیرو ١٧ کلونو کې نهم امریکایي جنرال دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشري کوي.

هغه په عراق او سومالیا کې وظیفه اجرا کړې او څو ځلې د پوځي ماموریتونو لپاره افغانستان ته استول شوی دی. هغه په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ځانگړو امریکایي قواو د عملیاتو د قوماندان په توگه هم دنده ترسره کوله.

د جنرال نکلسن د تگ او د جنرال میلر د راتگ په اړه یو رپوټ دلته کتلای شئ:

د جنرال نېکلسن دنده پای ته ورسیده، جنرال میلر سبا کار پیلوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

XS
SM
MD
LG