د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د اوزبیکستان له لارې افغان کډوال کابل ته ستنوي- راپور


افغان کډال به جرمني کې
افغان کډال به جرمني کې

د جرمني مشهورې مجلې شپېګل د یکشنبې په ورځ جون ۱۶ (جوزا۲۷) راپور ورکړی چې برلین غواړي د اوزبیکستان له لارې افغان کډوال کابل ته واستوي او په دې اړه یې د طالبانو له حکومت سره مشوره نه ده کړې.

د راپور په اساس د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د مۍ په میاشت کې اوزبیکستان ته تللی و او د هغه هېواد له چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړي. په راپور کې ویل شوي نه دي چې دا خبر د کومې سرچېنې څخه ترلاسه شوی.

دغه پلاوي په تاشکند کې چارواکو ته ویلي دي هغه افغان کډوال چې افغانستان ته ستنول کېږي، لومړی به تاشکند ته انتقالېږي او بیا به له دې ځای څخه د کام ایر په خصوصي الوتکې کې کابل ته ولېږدول شي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د جرمني حکومت د اوس لپاره د دغې مسئلې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د جون د میاشتې په لومړیو کې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي‌ فایزر ویلي وو چې جرمني افغانستان ته د هغو افغان کډوالو په بېرته ستنولو غور کوي چې د جرمني امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی.

نوموړې دا څرګندونې له هغې پېښې وروسته کړې وې چې یو افغان کډوال په یو پولیس د چړو مرګوني ګوزارونه وکړل او بیا په جرمني کې د کډالو په اړه د جدي اقداماتو غوښتنې وشوې.

خو شاید کابل ته د دا ډول افغان کډوالو ستنول د جرمني د حکومت لپاره لانجمن وي،‌ ځکه چې برلین هغو هېوادونو ته کډوال نه ستنوي چې ژوند یې په کې په خطر کې وي. جرمني‌ د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان ته د کډوالو ستنول بند کړل.

د شپیګل په راپور کې راغلي دي چې اوزبیکستان د کډوالو د ستنولو تر معاملې مخکې غواړي له جرمني سره د مهاجرت یو تړون لاسلیک کړي. د مهاجرت د دغه تړون په اساس به جرمني خپلې خاورې کې د اوزبیکستان د ماهرو او مسلکي کارکوونکو داخلېدل اصولي کوي او بله اونۍ به د مهاجرت د تړونونو په چارو کې د جرمني ځانګړي استازي اوزبیکستان ته سفر کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG