د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني زیات شمیر مهاجرو ته د کار زمینه برابره کړې


د جرمني د کار ادارې ویلي دي چې په ټولنه کې د مهاجرو د مدغم کولو او په کار گمارلو هڅې په ښه توگه پرمخ ځي.

دې ادارې ویلي دي چې د روان کال د می تر میاشتې پورې په جرمني کې څه دپاسه ٣٠٠ زره مهاجر په کار بوخت شوي دي.

د جرمني د کار د فدرالي ادارې مشر ډیتلیف شیل د سه شنبې په ورځ (اگست ٢١) د جرمني خبري اژانس ډي پي ای ته وویل چې دغه شمیرې له هغه څه نه یو څه پورته دي چې تمه یې کیدله.

ښاغلي شیل زیاته کړه چې د می په میاشت کې په جرمني کې د سوریې، افغانستان، اریتریا، عراق، ایران، نایجریا، پاکستان او سومالیا د هیوادونو څه دپاسه ٣٠٠ زره کسان په کار بوخت شوي دي.

د جرمني د کار ادارې د شمیرو له مخې د تیر کال په پرتله ١٠٣ زره کسان زیات په کار گمارل شوي دي.

د جرمني حکومت ویلي دي چې د ٢٠١٨ کال په جولای میاشت کې په جرمني کې ١٨٧٠٠٠ زره مهاجر بیکاره وو، دغه شمیر د میاشتو راهیسې ثابته پاته ده.

په جرمني د کارموندنې یو شرط د جرمني ژبې زده کړه ده چې د جرمني مقاماتو په وینا یو شمیر تازه راغلي مهاجر په همدې دلیل تر اوسه بیکاره پاته دي.

په اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ په وخت - ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ - کلونو کې څه دپاسه یو میلیون مهاجر چې په عمده توگه د افغانستان، سوریې او عراق اوسیدونکي وو جرمني ته لاړل، خو د تازه شمیرو له مخې دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتگ کچه راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG