په قطر کې د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د جرمني او هسپانیې تر منځ لوبه ۱-۱ پای ته ورسیده او پدې سره د جرمني لوبډلې وکړی شو چې په بل پړاو کې د پاتې کیدو لپاره خپل چانس ډیر کاندي.
د جرمني او هسپانیې د لوبډلو تر منځ لوبه تل په زړه پورې وي. جرمني چې تل یې په نړیوالو جامونو کې برخه لرلې، څلور ځله یې د دې جام اتلولي ګټلې او هسپانیې هم د دې جام تر څنګ د اروپا د ملتونو جام اتلولي ګټلې.
د هسپانیې لپاره لومړی ګول د لوبې په ۶۲مه دقیقه کې موراتا وواهه او همدې ګول د جرمني د لوبغاړو احساسات راوپارول او په زړه پورې لوبه یې پیل کړله.
د جرمني د لوبډلې لپاره د لوبې په ۷۲یمه دقیقه کې د ګول وهلو په فرصت په لاس ورغی خو وې نشو کړی چې ګول ووهي مګر۹ لمبر لوبغاړي نیکولاس فوولکروګ چې تازه میدان ته راغلی و، د لوبې په ۸۳ یمه دقیقه کې خورا په زړه پورې ګول وواهه او لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده.
د یکشنبې نومبر ۲۷ په نورو لوبو کې کروشیا ۴-۱ کاناډا ته ماتې ورکړه، مراکش ۲-۰ بلجیم او کاستریکا ۰-۱ جاپان ته ماتې ورکړله.
ټاکل شوې چې دوشنبې نومبر ۲۸ کامرون- صربستان، جنوبي کوریا – ګانا، برازیل – سویس او پرتګال د یوروګوای سره لوبه وکړي.