د لاس رسي وړ اتصالات

کم عمر کې واده شوې هوا د هنر له لارې د کوچنیو نجونو د ودولو خلاف مبارزه کوي


هوا علي ایوبرو وايي ۱۳ کلنه وه چې مور او پلار یې د پاخه عمر یو سړي ته واده کړه.
هوا علي ایوبرو وايي ۱۳ کلنه وه چې مور او پلار یې د پاخه عمر یو سړي ته واده کړه.

په افریقايي هیواد ګانا کې په کم عمر کې د ودونو د دود ښکار یوه نجلۍ چې انځورګره هم ده، د خپلو انځورګریو له لارې د دې رواج خلاف مبارزه کوي.

هوا علي ایوبرو اوس ۲۶ کلنه ده او وايي، غواړي د خپلو انځورونو له لارې د ګانا د وړو نجونو او پیغلو د ترخو خاطرو انځور نړۍ ته ورسوي.

دا انځورګره هغه وخت رایادوي چې کله ېې مور و پلار هغه په ډیر کم عمر د یو پاخه عمر سړي ته واده کړه. هغه د واده په وخت ۱۳ کلنه وه او د واده له کبله له ښوونځي نه هم پاتې شوه.

هوا علي وايي: "زما مور زه یو سړي ته واده کړم چې زما نه دوه چنده مشر و. هغه وخت زه ډیر پریشانه ومه ځکه زما عمر ډير کم و او واده ته هیڅ اماده نه ومه."

هوا علي د کورنۍ د ځينو خواخوږو غړو په مرسته د خپل میړه له کوره وتښتیده او نن هغه د خپلو انځورونو د لارې د جبري او په کم عمر کې د ودونو خلاف مبازه کوي. هغه د ځان په شان د نورو ځپل شوو نجونو کیسې رسموي او بیا ېې نندارې ته وړاندې کوي.

هوا علي زیاتوي: "زما انځورونه که یو خوا د تیر وخت کیسه کوي نو ورسره د راتلونکي وخت حال هم بیانوي. دا یو تصویر د مستقبل حال وايي چې پکې تاسو ښځې په دریشۍ کې وینئ. دریشي د آزادۍ معنا ورکوي."

د روان کال د مارچ په میاشت کې د افریقا د تعلیمي څارنې د موسسې لخوا شوې سروې کې راغلي چې د ګانا د ۱۲ تر ۱۸ کلونو ترمنځ عمرونو زیاتره نجونې یا خو واده شوي یا د چا په نوم شوي وي.

د ښځو د حقوقو مبارزین وايي چې دا هرڅه د محلي رواجونو نتیجه ده چیرته چې ښځه د نارینه وو تابع ګڼل کیږي. دوی دا هم وايي چې اقتصادي مشکلات هم په کم عمر کې د نجونو د ودولو سبب ګڼل کیږي.

د ښځو د تعلیم مبارزه کنډېس بینټیل وايي: "د مالي مشکلاتو مسئله هم ډیر رول لری. هغه کورنۍ چې د ژوند امکانات نه لري نو دوی د پیسو په بدل کې خپلې لوڼې په کم عمر کې ودوي ترڅو یو څه پیسې ترلاسه کړي."

د ګانا دولت وايي چې دوی پتېیلی چې د کال ۲۰۲۷ پورې به له خپل هیواده د کم عمر ودونو دود ختموي. دوی نجونې تشویقوي چې د حامله کیدو نه پس دې هم خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.

بلخوا د هوا علي غوندې انځورګر لګیا دي د خپل هنر له لارې د ګانا ولس دې ته هڅوي چې خپلې لوڼې دې تر هغې نه ودوي ترڅو د واده طبیعي عمر ته نه وي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG