د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د خلکو د ارادې په اساس واک خپل منتخب ځای ناستي ته سپارم


ولسمشر غني پر داسې مهال له خپل لوري منتخب حکومت ته د واک پر سپارلو ټینګار کړی چې دا مهاله په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی دی.
ولسمشر غني پر داسې مهال له خپل لوري منتخب حکومت ته د واک پر سپارلو ټینګار کړی چې دا مهاله په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف له «سي این این» خبري شبکې سره په یوې تازه مرکې ویلي چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.

ښاغلي‌ غني او میرمن یې رولا غني د سي این این له «امانپور» سره په یوې مرکې کې په سولې، کرونا ویروس او نورو مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي غني وویل: « زما اصلي‌ هدف دا دی چې وکولی شو واک د خلکو د ارادې په اساس منتخب ځای ناستي ته وسپارو.»

دا مرکه د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۸ ( مرغومې ۱۹) مرکه شوې وه.

ولسمشر غني پر داسې مهال له خپل لوري منتخب حکومت ته د واک پر سپارلو ټینګار کړی چې دا مهاله په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی دی.

وسله وال طالبان چې دا مهاله په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مذاکراتي پلاوي سره دوهم پړاو بین الافغاني مذاکراتو ته کینې په افغانستان کې د «نوي اسلامي نظام» پر رامنځته کېدو ټينګار کړی دی.

خو ولسمشر غني له «سي این این» سره خپلې مرکې ویلي چې د طالبانو ځان غوښتنه به د سولې پر روان بهیر منفي اغېز وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې افغان ټولنه شاتګ نه غواړي او په وینا یې هغه ټولنه نه ده چې د طالبانو پخوانۍ تګلاره ومني.

ولسمشر غني په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د دوهم پړاو مذاکراتو هر کلی وکړ او تمه یې ښودل چې د یادو مذاکراتو له لارې په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانان مثبته سوله چې په وینا یې ټول وکولای شي په ګډه خپل اختلافات کړي او افغانستان ته په ګډه کار وکړي: "افغانان شاتګ نه غواړي او موږ داسې یوه ټولنه نه یو چې د طالبانو پخوانۍ تګ لاره ومنو، موږ مثبته سوله غواړو چې په ګډه خپل ستونزې هواريکړو."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه ویلي له کله چې په افغانستان کې واک ته رسېدلی تر دا مهاله یوازې ۹۸ امریکايي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي، خو زیاته کړې ده چې په همدې موده کې څه باندې ۴۰زره ملکي وګړو او امنیتي سرتیرو ژوند له لاس ورکړی دی.

هغه ویلي که د امریکا متحده ایالاتو نوی منتخب ولسمشر جو بایډن وغواړي چې له افغانستان څخه خپل نور سرتیري هم وباسي، نو دغه کار باید د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو په اساس وي.

XS
SM
MD
LG